د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1859564
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

خبر ترک ورځپاڼې " اردوغان: زمونږ  تمه  داده  چې هر څوک د خپلو لاسلیکونو نه ملاتړ وکړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون د توركيې ملي راډيو ټلويزيون (TRT) سره په ځانګړې مرکه کې وويل "موږ له د ټولو خواوو څخه هيله لرو چې د غلې دانې د لېږد په تړون كې د خپلو لاسليكونو نه ملاتړ وكړي او د خپلو مسووليتونو سره سم عمل وكړي."

 

وطن ورځپاڼې "د عمر چیلیک څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې د  عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک د خپل ګوند د مرکزي اجرایوي کمیټې د غونډې نه وروسته د  اجنډا په اړه څرګندونې وکړې. چیلیک  وویل، د استانبول تړون د غلو د بحران د حل په برخه کې خورا مهم دی.

 

حریت ورځپاڼې  " وزیر اکار د خپل امریکایي سیال  سره خبرې وکړې"د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار پرون د امریکا متحده ایالتونو  د دفاع وزیر لویډ جیمز آسټین سره تلیفوني خبرې وکړې. په دې خبرو کې پر دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وشوې.

 

سټار ورځپاڼې "تروریزم د تورکیې او زموږ لپاره ګډ خطر دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کناني په عراق کې پرمختګونو ته په اشارې سره وویل ترهګري د ایران، عراق او تورکیې لپاره ګډ خطر دی.

 

 

صباح ورځپاڼې  "د هوا له لارې انتالیا ته د راغلو سیلانیانو شمیر له ۶ میلیونو تنو  څخه واوښت " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۲۴مې نېټې پورې د هوا له لارې انتاليا ته د راغلو سيلانيانو شمېر د تېر کال په پرتله ۱۰۷ سلنه زيات شوی او ۶ میليونه ۱۳۳ زره ۴۶۳ تنو ته رسېدلی دی.



اړوند خبرونه