د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
خبر تورک ورځپاڼي "د ارمنستان سره د اړیکو د عادي کیدو په اړه د چاووش اوغلو بیان" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون په یوه بیان کې وویل، "موږ د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د اړیکوعادي کېدو ملاتړ کوو. موږ په سیمه کې تلپاتې سولې ته اړتیا لرو."
د سټار ورځپاڼې "د تورکیې لخوا د اوکراین په اړه څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د تورکیې او اوکراین پوځي پلاوي د ۲۰۲۲ کال د جولای په څلورمه (پرون) په پلازمېنه انقره کې غونډه وکړه. د تورکیې او اوکراین پوځي پلاوي د سیمه ییزو دفاعي او امنیتي مسایلو په اړه د نظر تبادله وکړه.
وطن ورځپاڼې "د کورنیو چارو وزارت مرستیال چاتاکلي: په جون میاشت کې ۱۴۲ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د کورنیو چارو وزارت ویاند او مرستیال وزیر اسماعیل چاتاکلي اعلان وکړ چې د جون په میاشت کې د ترهګرو سازمانونو پر ضد عملیاتو کې ۱۴۲ ترهګر له منځه وړل شوي دي.
صباح ورځپاڼې "وزیر قره اسماعیل اوغلو: موږ د تورکیې ترانسپورت او ارتباطي زیربناوې لا پیاوړې کوو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې د ترانسپورت او بنسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې دوی په تیرو شلو کلونو کې د تورکیې د ټرانسپورټ او مخابراتي زیربناوو په برخه کې ۱۸۳ میلیارده ډالره پانګونه کړې او ویلي یې دي چې په دې توګه مو ۵۲۰ میلیارده ډالره ملي عاید او تولیداتو سره مو ۱ تریلیون ۷۹ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
حریت ورځپاڼې " نافیا کوش د سرو زرو مډال وګټه" د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد د تکواندو ملي لوبغاړې نافیا کوش په الجزایر کې د مدیترانې په لوبو کې د ښځو په ۶۷ کیلو ګرامه کټګورۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه.