د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1847747
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې  "چاووش اوغلو: موږ د غلو دهلیز لپاره رغنده رول په غاړه اخلو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د انګلستان د بهرنیو چارو له وزیر لیز ترویس سره چې په رسمي سفر تورکیې ته راغلی وه، په ګډه خبري غونډه کې وویل: د تورکیې په توګه موږ په تور سمندرګي کې د غلو دهلیز لپاره رغنده رول لوبوو او د مثبتو پایلو تمه لرو. په استانبول کې د پلان شوې غونډې لپاره د روسیې نه  مثبت ځواب په تمه یو.

 

ینې شفق ورځپاڼې  "چاووش اوغلو: موږ هڅې پیل کړې چې له اسرائیلو سره ډیپلوماټیکې اړیکې  د سفیر کچې ته لوړې کړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو وویل، د اسرائیلو او تورکیې د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځه سیمه ایزې سلامشورې  مهمې دي او زیاته کړه، موږ هڅې پیل کړې چې د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه د سفیر کچې ته لوړه کړو.

 

صباح ورځپاڼې "اوکتای: موږ د شمالي قبرس تورک جمهوریت د خپلو ټولو ادارو او سازمانونو سره پیاوړتیا ته ډیر اهمیت ورکوو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې  ولسمشر مرستیال فواد اوکتای وویل چې دوی د شمالي قبرس تورک جمهوریت  ثبات او د  ټولو ادارو او سازمانونو سره د هغې پیاوړتیا ته ډیر اهمیت ورکوو او  زیاته کړه چې  دوی په بشپړ ډول شمالي قبرس تورک جمهوریت نه  ملاتړ کوي ترڅو په خپلو ځمکو کې خپل حاکمیت ټینګ کړي چیرې چې د تورکي  قبرس اصلي ځایونه دي.

د خبرتورک ورځپاڼې " بیرقدار اقنجي  ډرون الوتکې  د دریم ځل لپاره د لوړې ارتفاع ریکارډ مات کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د بایکار ټکنالوژۍ د شرکت لخوا د ملي امکاناتو سره جوړې شوې بیرقدار اقنجي تعرضي بې پیلوټه الوتکې ،

یو ځل بیا د ملي هوایی چلند لوړې ارتفاع  ریکارډ مات کړ. بیرقدار اقنجي تعرضي ډرون الوتکه په وروستۍ الوتنه کې او ازمایښت کې ۴۵۱۱۸ فوټه چې ۱۳۷۱۶ متره کیږي ارتفاع ته لوړه شوه. دې الوتکې د ارتفاع په برخه کې خپل ریکارډ پخپله مات کړ.

 

د سټار ورځپاڼې  " له اروپا څخه ډیر زیات فرمایشونه "  د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

 

د تورکيې د بوټانو د فدراسيون مشر احمد ايدان وويل، تورکي بوټان د خپل کيفيت له امله په اروپايي هېوادونو کې ډیره زیاته  تقاضا لري. "اوس په ځانګړې توګه د هسپانيا، پرتګال، فرانسه، هالنډ او بلجيم نه جدي تقاضا شتون لري."



اړوند خبرونه