د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې " په ناټو کې د سویډن او فنلینډ ویټو " د سرلیک لاندې لیکلي دي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند د قزلچه حمام د کمپ د پای غونډې ته په وینا کې وویل ، "موږ به تر هغه وخته پورې د ناټو د پراخولو په اړه خپل دریځ بدل نه کړو تر څو چې زموږ غوښتنې پر ځای نشي. "ولسمشر اردوغان یو ځل بیا په ناټو سازمان کې د سویډن او فنلینډ غړیتوب ویټو کړ.
خبرټرک ورځپاڼې "التون: د ترهګرۍ په څیر د یوې مسلې په اړه د چا سره معامله نه کیږي"
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون د سویډن ورځپاڼې ډاګینس نیهتر ته په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د غوښتنلیک په اړه وویل: "د ترهګرۍ په څېر د یوې مسلې په اړه هیڅ ډول خبرې اترې یا معامله نه شي کېدای. په راتلونکي کې څه کیږي د سویډن په حکومت پورې اړه لري. موږ د سویډن په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو"
د ینې شفق ورځپاڼې " د بهرنیو چارو وزارت لخوا د قبرس او اسراییلو د ګډو تطبیقاتو په اړه سخت غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت
په خپور کړي بیان کې په مدیترانه کې د سویلي قبرس ادارې او اسرائیل لخوا د اګاپینور ۲۰۲۲ پوځي تطبیقاتو په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی دی. په بیان کې راغلي دي چې د سویلي قبرس ادارې لخوا د سیمې د بې ثباته کولو په بیه ترسره کړي دا تطبیقات په اصل کې ددوې د عدم صمیمت او سیمې د بې ثباتولو په خاطر د هلو ځلو ښکاره اثبات دی.
صباح ورځپاڼې "د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د لومړي ځل لپاره د ترکیې نوم د انګلیسې املا او تلفظ پر ځای په ترکي املا او تلفظ ولیکل او وکارول شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې په غوښتنه د ملګروملتونو په سازمان کې د ترکیې د نوم د املا او تلفظ د بدلون نه وروسته په لومړي ځل لپاره د ترکیې نوم د نوې املا او تلفظ سره د نړۍوال سوداګرۍ سازمان په غونډه کې وکارول شو.
سټار ورځپاڼې "له قرغزستان څخه دالامان هوایی ډګر ته مستقیم الوتنې پیل کړې"
له قرغیزستان څخه د موغلا ښار دالامان هوايي ډګر ته مستقیمې الوتنې پیل شوې. په د قرغیزستان له بشکیک او اوش ښارونو څخه لومړنۍ الوتنې پیل شوې، په راتلونکو ورځو کې به په اونۍ کې الوتنې له ۲ څخه ۴ ته لوړې شي.