د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1824591
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

خبر ترک ورځپاڼې "اردوغان: موږ ګام په ګام د یوې سترې او ځواکمنې ترکیې د جوړولو لپاره کار کوو" د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل په دې ورځو کښې چې نړۍ او سیمه یې د جنګونو، کړکیچونو، سیاسی او اقتصادی بحرانونو او ټولنیز ناکراریو له درده ډکه دوره روانه ده، ترکیه له خپل لارې څخه د انحراف نه پرته د پرمختګ په حال کښې ده. اردوغان د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې اوس ترکیه ده چې په هر ډګر کې په خپلو پښو دریږي او د خپلو ټولو ملګرو او وروڼو ملاتړ کوي، موږ ګام په ګام د یوې لویې او پیاوړې ترکیې د جوړېدو چارې پرمخ وړو.

حریت ورځپاڼې  "ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده سره ټیلیفوني خبرې وکړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي  د ترکیې ،

ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې خبرو کې اردوغان د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز چې د روغتیايي معایناتو لپاره په روغتون کې و، د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړل او د هغه لپاره يي د  روغتیا هیله وکړه. په دې خبرو کې د ترکیې او سعودي عربستان پر اړیکو او سیمه ییزو مسایلو هم خبرې وشوې.

 

سټار ورځپاڼې " په سویس کې د ترهګرۍ د ملاتړو توقیف " د سرلیک لاندې لیکلي دي

د پي کاکا  بېلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان پنځه ملاتړي چې د می په اتمه د سویس په باسل ښار کې د اپریل ۲۳  ماشومانو په نړیوال فیستیوال کې په ګډون کوونکو باندې برید کړی وو  او شپږ تنه یې ټپیان کړي وو ونیول شول.  بریدګرو پر ضد عدلي او قضايي کار پیل شوی دی.

 

ینې شفق ورځپاڼې  "د ملي دفاع وزارت له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د عزم پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د ملي دفاع وزارت د ټولنیزې رسنۍ  په خپله رسمي پاڼه  کې په خپور کړي پیغام  کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر هوډ ټینګار کړی دی. په پیغام کې راغلي دي، 'هیڅوک باید اندیښنه ونکړي! موږ په ځانګړې توګه د ماشوم قاتلینو ته هغه سزا ټاکو چې دوی یې مستحق دي، کوم چې د اروپا په مینځ کې په ماشومانو باندې برید کړی دی.  خورا کرکه شوي، د دوی خښتو ته چې دوی د ویرې څخه پټوي. زموږ زړور امنیتي ځواکونه به د هغه لاسونو ماتولو ته دوام ورکړي کوم چې زمونږ ماشومانو ته غځول شوي وي.

صباح ورځپاڼې " ترکیې تیر کال ۱۰۶ هیوادونو ته سمندري محصولات صادر کړل " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د کرنې او ځنګلونو د وزارت د کبانو او سمندري محصولاتو د عمومي ریاست مرستیال محمد نوري یلماز وویل چې ترکیه د سمندرونو او د اوبو د زیرمو او د کرنې د تولید په برخه کې مهم ظرفیت لري. یلماز وویل، ترکیې تېر کال ۱۰۶ هېوادونو ته سمندري محصولات صادر کړل.



اړوند خبرونه