د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
سټار ورځپاڼې "د اردوغان لخوا پوتین ته د استانبول وړاندیز" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې څرګنده کړه چې د استانبول په خبرو اترو کې د مثبت تحرک دوام د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د لارې د پرانیستلو لپاره د ټولو په ګټه دی. اردوغان همداشان د استانبول د پروسې چې په خبرو اترو کې یو ډیر مهم پړاو ته رسیدلی وو، د مشرانو په کچه د لوړولو وړاندیز هم تکرار کړ.
د حریت ورځپاڼې په سربندو سیمو کې د ماسک اغوستو مجبوریت لرې شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل " په سربندو ځایونو کې د ماسک کارولو مکلفیت په بشپړه توګه لغوه شوی دی. د ماسک تطبیق به د یو څه مودې لپاره دوام یواځې په عامه ترانسپورتي وسایطو او روغتیايي ادارو دوام وکړي.
وطن ورځپاڼې "بوزداغ: د ترکیې قضایه قوه خپلواکه ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د ترکیې د عدلیې وزیر بکر بوزداغ د عثمان کاوالا د عمري بند په اړه د امریکا لخوا د "مایوسۍ" د ارزونې په غبرګون کې وویل: "نه امریکا او نه کوم بل هیواد د ترکیې په محاکمو په چارو کې د وینا حق لري. اجازه راکړئ چې خپل کار په خپله ترسره کړو. هر سړی باید خپل کار وکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې " په ګبزه کې تولید شوي ډرون الوتکې انګلستان ته صادر شوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ګبزه په سیمه کې تولید شوي د جیکال په نامه ۵ دانې ډرون الوتکې انګلستان ته صادر شوې
. برتانوي شرکت ویلي، "ترکیه په رښتیا هم په دې برخه کې د یو زبرځواک په لور روانه ده. زه فکر کوم چې په راتلونکي کې به ستر بریالیتوب ترلاسه کړي.
د خبرترک ورځپاڼې " İMECE به د نوامبر په میاشت کې توغولو ته چمتو شي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک، د IMECE د فضا سفر مهال ویش په اړه وویل چې د ترکیې لومړنۍ کورني او ملي مشاهدې سپوږمکۍ به د ۲۰۲۳ میلادي کال د جنوري په میاشت کې په خپل سفر پيل وکړي. همداشان سپوږمکۍ وروستي ازمایښتونه نه وروسته د توغولو په خاطر امریکا ته واستول شي.