د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې : "اردوغان له زیلینسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې"د سرلیک لاندې
لیکلي دي ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې ټیلیفوني خبرو کې په استانبول کې د روسیې او اوکراین د پلاویو د خبرو اترو په اړه خبرې وشوې. د غونډې په جریان کې، اردوغان د سرمشریزې لپاره د زیلینسکي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کوربه توب لپاره خپل وړاندیز تکرار کړ.
صباح ورځپاڼې "د اوکراین د تضمین وړاندیز په اړه د چاووش اوغلو بیان"د سرلیک
لاندې لیکلي دي ، د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو دې ته په اشارې سره وویل چې اوکراین ترکیه د تضمین کونکو هیوادونو په ډله کې شمیري او دا چې روسیې دا ومنله د دې لامل دا دی ترکیې د دې بحران د پیل راهیسې یو ډیر متوازن، بې طرفه او عادل دریځ خپل کړی دی. دواړه خواوې په ترکیې پوره اعتماد او باور لري.
ینی شفق ورځپاڼې : " د رومانیا وزیر د ترکیې ډیره زیاته ستاینه وکړه"د سرلیک لاندې
لیکلی دي، د رومانیا د ترانسپورت او زیربنا وزیر ګرینډیانو په استانبول کښې د روسیې او اوکرایین د مذاکره کونکو پلاویو د غونډې په هکله د ترکیې د ډیپلوماټیکو هلو ځلو په باره کښې وویل: زه غواړم د ترکیې د هلو ځلو قدردانی وکړم چې د دغه هیواد د جنګ د ختمولو لپاره چې ډیر نږدې شوی دی.
وطن: "د صادراتو ارقام اعلان شوي"
د ترکیې صادرات د فبرورۍ په میاشت کې د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله ۲۵.۴ سلنه زیات شوي، ۲۰ میلیارده ۴ میلیونه ډالرو ته رسیدلي، په داسې حال کې چې واردات د ۴۴.۵ سلنې په زیاتیدو سره ۲۷ میلیارده ۸۸۵ میلیونه ډالرو ته رسیدلي دي.
ستار ورځپاڼې : "ایون دیمیرخان یاووز د اروپا اتل شو"
ملي لوبغاړي ایوین دیمیرخان یاووز په هنګري کې د اروپا د غیږ نیونې په سیالیو کې د ښځو په ۵۰ کیلو وزن کې د سرو زرو مډال په ګټلو سره اتل شو.