د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې لیکلي دي چې ولسمشر اردوغان به د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
په خبر کې راغلي دي چې ترکیه د اوکراین او روسیې ترمنځه د روانې جګړې د ختمولو په خاطر ډیپلوماتیکو هلو ځلو ته دوام ورکوي. ولسمشر اردوغان د مارچ په ۲۴ مه نیټه د ناټو سازمان د مشرانو په سرمشریزه کې د ګډون په خاطر بروکسل ته سفر کوي.
ولسمشر اردوغان د ناټو د مشرانو سرمشریزې ته د روسیې او اوکراین د روانې ستونزې د حل لارې په خاطر خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.
د حریت ورځپاڼې بیا د روسیې او اوکراین ترمنځه د روان بحران په اړه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو څرګندونو ته ځای ورکړی دی.
چاووش اوغلو وویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د اوربند په اړه په روانو مذاکراتو کې په بعضو مسئلو کې سره تفاهم ته نږدې شوی دي .
دواړه خواوې په ځینو اساسي مسئلو کې حل لارې ته قابو شوي دي.
هغه وویل پداسې حال کې چې ملکي وګړو د وژنو پر مهال جوړ جاړی اسانه خبره نده خو بیا هم ډیر پرمختګ شوی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي چې په اوکراین کې د ترکیې ساخت بې پیلوټه الوتکې بیرقدار په اړه سندره جوړهشوې ده .
د روسیې لخوا پر روسیې د یرغل راهیسې روس ځواکونو تر ټولو ستر ځايي او مالي زیانونه اړولي دي. بیرقدار په اوکراین کې د جګړې د اتل په تګه معرفي شوی دی.
د اوکراین یو تن پخواني افسر د بیرقدار بې پيلوټه الوتکو په اړه یوه سندره جوړه کړې چې په موده کې ډیر زیات شهرت پيدا کړی دی.
د سټار ورځپاڼې " د ترکیې تاریخي ریکارټ " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې جرمني ته په صادراتو کې ریکارټ ټینګ کړ. په خبر کې راغلي دي چې د روان کال د فبروري په میاشت کې جرمني ته د ترکیې صادرات د ۲۱ عشاریه ۴ په ډیریدو سره یو میلیارده ۶۴۴ میلیونه او ۲۴ زره امریکايي ډالرو ته رسیدلي دي. دا تر ټولو ستر صادرات دي.
د صباح ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې په امریکا کې د خوړو د سکتور تر ټولو ستره او مهمه جایزه یو تن ترک ته ورکړل شوه.
په امریکا کې د چامپین پیزا زنځیر خاوند حقي اقدینیز د خوړو په برخه کې د امریکا تر ټولو مهمه جایزه ترلاسه کړه.
هغه د امریکا د پوینټ اف لایټ په نامه د جایزې لایق وګڼل شو.