د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1766191
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د صباح ورځپاڼې " د ولسمشر اردوغان لخوا د روسیې او اوکراین په اړه مهمې څرګندونې" د سرلیک لاندې لیکلي‌‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د السلوادور د ولسمشر نجیب بقیله په پلازمینه انقره کې د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري‌ غونډه کې د روسیې او اوکراین د روانې ستونزې په اړه ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې زمونږ هیله او غوښتنه هر څه ژر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي‌  د یو میز تر شا کینول او مخامخ لیدنې لپاره زمینه برابرول دي.

 

د خبرترک ورځپاڼې " د چاووش اوغلو لخوا د سویلي‌ قبرس په اړه سخت غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د سویلي‌ قبرس لخوا د پي‌ کاکا ترهګرې ډلې سیاسي‌ څانګې پي‌ وای ډي‌ ته په سویلي‌ قبرس کې د دفتر د پرانیستو اجازه ورکولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. هغه د سویلي‌ قبرس په غبرګون کې وویل چې ترهګري‌‌ سازمان ته د دفتر اجازه ورکول او د هغوې کوربه توب کول د اور د لمبو سره لوبې کول دي. که چیرې سبا ددې ځای نه ترکیې ته کوچنی کوم ګواښ‌ مخامخ شي‌‌ او یا د قبرس په ترکانو کوچنی برید وشي‌‌ مونږ ددې بدل پرې ډل سخت پر کړو. سویلي‌ قبرس ته زمونږ توصیه د اور د لمبو سره لوبی نه کول دي. د ترهګرو سره د همکارۍ نه لاس اخیستل دي.

 

د حریت ورځپاڼې " د روغتیا وزیر : په نړۍ کې لومړی ګام ترکیه اوچت کړي‌‌ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې د دوه ډوه بیو ان ټګ واکسین د پاسه به یو  ډوز ترکو واک واکسین لپاره چارې پيل کړو. هغه وویل چې په نړۍ کې د لومړي‌ ځل لپاره د mRNA   ډول واکسین د پاسه  ان اکټیف ډول واکسین تزریقیږي.

 

د سټار ورځپاڼې " په انترکتیکا کې د ترکیې هډې ته شپږم سفر " د سرلیک لاندې لیکلي‌‌ دي، د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې ترکي‌ ساینسپوهان به دوه ورځې وروسته انترکتیکا ته خپل ۶ سفر ترسره کړي. هغه وویل چې ترکیې د ۲۰۱۷ کال نه راپدیخوا نټرکتیکا ته ۵ علمي‌ سفرونه ترسره کړي‌ چې شپږم به یي انشاالله ترسره کړي.

د هیواد د ساینس پوهانو یوه کسیزه ډله انترکتیکا ته لاړ شي.

 

د وطن ورځپاڼې " په انګلستان کې د عثماني‌ پاچاهو تابلوګانې په یو میلیون او ۳۴۶ زره پونډه وپلورل شوې  د سرلیک لاندې لیکلي‌‌ دي، په سکاټلنډ کې په یو کور کې موندل شوې د عثماني‌ پاچاهانو ۵ تابلو ګانې په یو میلیون ۳۴۶ زرخ پونډو وپلورل شوې.  د ویلو ده چې دا کور د پیړیو پيړیو او نسلونو نسلونو لخوا کارول شوی او نن ورځ‌ په خپلو خپور ولاړ دی. ویل کیږي‌ نوموړو تمه نه درلوده چې دا تابلو ګانې به پدې اندزاه لوړې بیې وپلورل شي.



اړوند خبرونه