د ترکیې  د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې  د ورځپاڼو سرټکي

1765655
د ترکیې  د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان : د ترکو واک د واکسین سره ځان لا خوندي  احساسو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې د غونډې نه وروسته په خپلو څرګندونو کې وویل چې ، پداسې حال کې چې نړۍ د کرونا ویروس د نوې څپې تر لاندې د ډیرو سختو مشکلاتو  سره لاس او ګریوان ده ترکیه د الله په فضل د پياوړي روغتیايي سیستم، مدرنو روغتونونو او بیړني مراقبت د کافي  څانګو نه تر کرونا ویروس ځايي واکسین پورې په هره برخه کې د کرونا پر خلاف  مبارزه په ډیرې بریالۍ توګه پر مخ وړي. د ترکو واک واکسین له برکته ځان لا په امن کې احساسو.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان اوکراین ته سفر کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن وویل چې ترکیه د روسیې او اوکراین ترمنځه د موجودو تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو په خاطر هر ډول رول لوبولو ته چمتو ده. دا کار هم د روسيې او اوکراین د ښه دوست او هم  د ناټو د غړي هیواد په صفت ترسره کوو. هغه وویل چې ولسمشر اردوغان به په نږدې ورځو کې د اوکراین د ولسمشر زیلانسکي سره د لیدنې په موخه دې هیواد ته سفر وکړي.

 

د حریت ورځپاڼې " د ترکیې د ملي شورا رئیس لخوا د ختیځې مدیترانې په اړه مهمې څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د ختیځې مدیترانې د ایست میډ د پروژې په اړه وویل " مونږ د پیل نه دا ویل چې ددې پروژې هدف تجاري  ندی. یواځې د ترکیې سره د دښمنۍ په خاطر او د سیاسي  موخو لپاره ددې پروژې عملي کول ناشوني  دي  او همداسې وشو. دا خبره مونږ د پیل نه کوله . "

 

د سټار ورځپاڼې " د هالنډ لخوا د ترکیې ستاینه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هالنډ د ان آر سي ورځپاڼې د ترکیې د ځايي او ملي په وسلو سمبال ډرون الوتکې بیرقدار ټي بي ۲ په اړه یوه مهمه لیکنه خبره کړې ده . په لیکنه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د ترکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکه بیرقدار ټي بي ۲ د نړۍ تر ټولو پرمختللې ډرون الوتکه ده. په لیکنه کې د هالنډ د پوځي متخصص ستین میتزر له قوله لیکلي دي چې  بیرقدار ټي بي ۲ د عملیاتو له پلوه د نړۍ تر ټولو ښه ډرون الوتکه ده.

 

د صباح ورځپاڼې " د فوټبال په مهم لست کې خپل نوم ثبت کړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د فوټبال ونډرکیدز لخوا په جوړ شوي لست کې د اروپا په لیګ کې تر ټولو ښه مرسته کوونکي  لوبغاړي  اعلان شول. پدې لست کې  د ترکيې نه د یونس اقګون نوم هم  ذکر شوی دی. هغه پدې لست کې د نړۍ ډیر مهم لوبغاړي  شاته کړي دي.



اړوند خبرونه