د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1758668
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د حریت ورځپاڼې ″ ترکیه د قزاقستان د ستونزې د حل په لټه کې دی ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایوف په ګډون د ترکي دولتونو د تشکیلاتو د غړیو هیوادونو د مشرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې. پدې ټیلیفوني خبرو کې  د قزاقستان  وروستي وضعیت په اړه خبرې او سلامشورې وکړې. ولسمشر اردوغان په قزاقستان کې هر څه ژر د نوي حکومت د ټاکل کیدو او په سوله ایزه توګه  د روان تاوتریخوالي د پایته رسولو هیله څرګنده کړه. ولسمشر اردوغان ویلي دي پوره باور لري چې د قزاقستان خلک به خپلې کورنۍ ستونزې د متقابل باور او اعتماد په فضا کې د خبرو اترو سره حل کړي.

 

د صباح ورځپاڼې ″ د ترکیې ملي محاربوي الوتکه به په ۲۰۲۳ کال کې به راڅرګنده شي ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې د ملي محاربوي جیټ الوتکې په اړه زیری ورکړ. هغه وویل چې انشاالله په ۲۰۲۳ کال کې به د ترکیې ملي محاربوي جیټ الوتکه به ټولې نړۍ ته معرفي کړو. همداشان زمونږ ملي محاربوي جیټ الوتکه به په ۲۰۲۵ کال کې خپله لومړنۍ الوتنه ترسره کړي او په ۲۰۲۹ کال کې به د هیواد د هوايي ځواکونو په صفونو کې په دندې پيل وکړي.

 

د خبرترک ورځپاڼې ″ ترکیه د ډرون ټکنالوژۍ په برخه کې د نړۍ تر ټولو د پرمختللو ۳ هیوادونو نه یو دی ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د دفاعي صنایع په برخه کې د هرې ورځې په تیریدو سره د ځان بسیاينې په برخه کې مهم ګامونه اوچتوي. ترکیې هوايي دفاعي سیستم هیسار جوړ او په فعالیت پیل وکړ. انشاالله چې په نږدې ورځو کې به د سیپر په نامه زمونږ دا بل هوايي دفاعي سیستم چارې هم بشپړې او په فعالیت به پیل وکړي. ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د ډرون ټکنالوژۍ په برخه کې په نړۍ کې تر ټولو د پرمختللو درې هیوادونو نه یو دی.

 

د سټار ورځپاڼې ″ د ترکیې لخوا د اسرائیل پر خلاف ډیر سخت غبرګون ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیت المقدس د ښاروالۍ اړوند د سیمه ایز پلان او ښار جوړونې کمیټې لخوا د اشغال لاندې په ختیځ بیت المقدس کې د ۳۵۵۷ کورونو جوړولو په ګډون پنځو پروژو ته اجازه ورکول په ډیره کلکه توګه وغندل. بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د اسرائیل لخوا د فلسطین په اشغال کړو خاورو نورو کورونو جوړل د ملګروملتونو سازمان او ټولو نړۍوالو حقوقو او قوانینو سره په ټکر کې اقدام دی. ترکیه د اسرائیل د حکومت دا پریکړه په ډیره کلکه توګه غندي.

د ینې شفق ورځپاڼې ″ ۷۸ ولایتونو د خپلو صادراتو کچه لوړه کړې ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې د څه باندې ۲۲۵ میلیاردو ډالرو صادراتو تر شا  د اناتولیا د پړانګانو په توګه د مشهورو ولایتونو سهم ډیر زیات دی. د ترکیې ۷۸ ولایتونو خپلو صادراتو کچه لوړه کړې ده . همداشان ۴۸ ولایتونو د کلنیو صاراتو په برخه کې ریکارډ جوړ کړی دی. ۱۶ ولایتونو صادرات ۵۰ سلنه لوړ شوي دي.

یواځې د هتای ولایت صادرات ۴ میلیارده ډالرو ته رسیدلي دي. هتای ولایت  د فولاو په صادراتو کې لومړي کتار کې ځای نیولی. همداشان قهرمان ماراش ولایت بیا د یو عشاریه ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي. دې ولایت بیا تر ټولو زیات نساجي توکي او اوسپنه بهر ته صادر کړي دي.



اړوند خبرونه