د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1756074
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې ″ ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.  د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې پدې ټیلیفوني خبرو کې په دوه اړخیزو اړیکو او اړیکو د لا ودې په موخه په اوچتیدونکو ګامونو خبرې وشوې. همداشان دواړو مشرانو د سوریې، لیبیا او قفقاس د مسئلو سربیره په سیمه ایزو او نړۍوالو مسئلو هم خبرې او تبادل د نظر وکړ.

 

د حریت ورځپاڼې ″ انتالیا په ۲۰۲۱ کال کې د څه باندې ۹ میلیونو تنو ګرځندویانو کوربه وو ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ د ګرځندوی د مهمو مرکزونو نه د ترکیې د انتالیا ولایت په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د  ۹ میلیونه ۸۱ زره او ۵۰۲ تنو ګرځندویانو کوربه توب وکړ. د ویلو ده چې د تیر کال د جنوري او نوامبر د میاشتو ترمنځه پدې ۱۱ میاشتو کې انتالیا ولایت ته تر ټولو زیات ګرځندویان د روسیې نه راغلي دي. انتالیا ته تیر کال د روسیې نه ۳ میلیونه ۵۴۳ زره او ۳۱۴ تنه ګرځندویان راغلي دي.

 

د وطن ورځپاڼې ″ د یاوز په نامه د ګازو د پلټون او برمه کارۍ کښتۍ په توره بحیره کې خپلې نوې دندې ته چمتووالی نیسي ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د یاوز د ګازو د پلټون او برمه کارۍ کښتۍ چې په توره بحیره کې روان  د ګازو د  د پلټون په چارو کې د ګډون په موخه زونګولداک ولایت ته تللې وه په توره بحیره کې خپل لومړني سفر ته چمتووالی نیسي. تمه کیږي چې دا کښتۍ د فبروري په میاشت کې په سفر پيل وکړي.

 

د صباح ورځپاڼې ″ په امریکا کې ضبط شوي  ترکیې تاریخي اثار به هر څه ژر ترکیې ته راستانه کړی شي ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، په امریکا متحده ایالتونو کې ضبط شوي د ترکیې تاریخي اثار د روانې میاشتې په دننه کې ترکیې ته سپارل کیږي.

د ترکیې د کولتوري شتمنیو او موزیمونو د ریاست د قاچاق پر خلاف د مبارزې مدیریت ویلي دي چې د امریکا د نیویارک ښار د منهاټن د څارنوالۍ لخوا امریکا ته د قاچاق شوو ترکیې لرغونو اثارو په اړه د تحقیقاتو په چوکاټ کې د نوموړي هیواد د مشهور کولکسیونر مایکل ستنهارډ په کور کې ضبط شوي د ترکیې تاریخي اثار د روانې میاشتې په دننه کې په نیویارک کې د ترکیې جنرال قونسلګرۍ ته د تسلمیدو نه وروسته هیواد ته راستانه کړی شي.

 

د سټار ورځپاڼې ″ د ترکیې ملي سوک وهوونکي علي ایرن دیمیر ایزن خپل امریکايي رقیب ته ماتې ورکړه ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي سوک وهوونکي علي ایرن دیمیر ایزن د امریکا متحده ایالتونو د فلوریدا په ایالت کې په جوړه شوې سیالۍ کې خپل امریکايي رقیب ګیرالډ واشنګټن ته د ماتې په ورکولو سره خپل ۱۵ ستر بری ترلاسه کړ.



اړوند خبرونه