د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې " د پي کاکا ترهګري سازمان ته سخت ګوزار " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې " د روان میلادي کال په دننه کې مو تر اوسه پورې ۲۶۳۱ تنه ترهګر له منځه وړي دي. د پي کاکا ترهګري سازمان موجود وضعیت ته په کتو سره نوموړی سازمان د لمنځه تلو په درشل کې قرار لري. زمونږ اتل وسله وال ځواکونه ترهګرو ته د ساه اخیستو فرصت هم نه ورکوي. په ترهګرو باندې مو د حرکت او حتا د ساه اخیستو حلقه ډیره زیاته تنګه کړې ده . "
د وطن ورځپاڼې " په ایتوپیا کې د کورنۍ جګړې په توازن کې بدلون راوست " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ساخت بیرقدار ټي بي ۲ په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکو په ایتوپیا کې د کورنۍ جګړې توازن کې بدلون راوست.
بیرقدار بي پیلوته الوتکو پدې هیواد کې د بلواګرو د پرمختګ مخنیوی وکړ او حکومت ډیرې مهمې او ستراتیژیکې سیمې بیرته د بلواګرو نه ونیولې. ددې ستر پرمختګ نه وروسته د ایتوپیا حکومت د ترکیې نه د نوو ټي بي ۲ په وسلو سمبال ډرون الوتکو د پیریدو په خاطر وړاندیز کړی دی.
د خبرک ورځپاڼې " د بهرنیانو لخوا په ترکیه کې د غیرې منقول اموالو په برخه کې ستره پانګه اچونه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د روان میلادي کال د نوامبر په میاشت کې د غیرې منقول اموالو بازار د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۵۹ سلنه وده کړې ده . د ویلو ده چې پدې میاشت کې یواځې بهرنیو وګړو ۷۳۶۳ کورونه پیرودلي دي. د ویلو ده چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې دا لومړی دی چې په یو میاشت کې بهرنیو وګړو ۷۳۶۳ کورونه رانیولي دي.
د سټار ورځپاڼې " په ترکیه کې تولیدیږي او ۵۰ هیوادونو ته صادریږي " د سرلیک لاندې لیکلی دي، د ترکېې د څرمنیزو توکو د کسبګرانو د ټولنې رئیس ګورکان ګوزمن وویل چې د ترکیې د څرمنو نه جوړ لباسونه او نور توکي په بهر کې ډیر زیات مینه وال لري. د همدې امله په ترکیه کې د تولیدونکي دا توکي د نړۍ ۵۰ هیوادونو ته صادریږي.
په بهر کې د ترکيې د څیرمنیزو توکو بازار ډیر زیات په رشد کې دی .
د صباح ورځپاڼې " فضا ته د اوکراین د سپوږمه کۍ سفر د ترکش کارګو سره پيل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د حساسو او مهمو توکو د انتقال په برخه کې خپل هدف لا پسې لوړ کړ. د ترکیې ترکش کارګو شرکت د اوکراین سپوږمه کۍ فضا ته د توغولو په خاطر د اوکراین نه استانبول او د استانبول نه د امریکا میامي ښار ته انتقال کړه.
ترکش کارګو پدې برخه کې خپل هدف لا پسې لوړ کړ.