د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1745724
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د حریت ورځپاڼې " د روسیې لخوا د اس ۴۰۰ په اړه څرګندونې ، ترکیه هیچا ته د مداخلې حق نه ورکوي‌ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري‌ پیسکوف د امریکا لخوا پر ترکیې د اس ۴۰۰ دفاعي‌ توغندیو د رانیولو له امله پر بندیزونو لګولو ډیره سخته نیوکه وکړه. هغه ویلي‌ دي‌ چې ترکیې ددې بندیزونو سره سره په شا ګام ندی اوچت کړی. هغه زیاته کړه چې روسیه په پام کې لري‌ چې ترکیې ته د اس ۴۰۰ دفاعي‌ توغندیو دویمه چوپه رانتقال کړي.

 

د وطن ورځپاڼې " د کورنیو چارو وزیر : په قطر کې د فوټبال نړۍوال جام امنیت به د ترکیې پولیس ټینګ کړي‌ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وویل چې د ترکیې  د ۳۰۰۰ زرو تنو چټک غبرګون پولیسو په ګډون ۳۲۵۰ تنه پولیس به د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړۍوال جام د امنیت د ټینګولو په خاطر قطر ته لاړ شي.

د ترکیې پولیس به د قطر د هیواد سره د امنیت د ټینګولو په مسئله کې مرسته وکړي.

 

د سټار ورځپاڼې " د سوداګرۍ وزیر : سږنۍ اقتصادي‌ وده به دوه خانه يي وي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیر محمد موش وویل چې په ترکیه کې په ډیره چټکه توګه د صادراتو ودې او د صادراتو د ودې سره سم د تولیداتو کچې لوړولو او په هیواد کې د پانګه اچونو د ډیریدو سره به انشاالله چې د زمونږ سږنۍ اقتصادي‌ وده دوه خانه يي رقم ته لوړ شي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " ایټالیا ته په صادراتو کې ریکارډ جوړ شو " د سرلیک لاندې لیکلی‌ دي، پداسې حال کې چې ترکیې د اکتوبر په میاشت کې ایټالیا ته د یو میلیارد او ۲۶ میلیونو ډالرو صادراتو سره ریکارډ ماټ کړی وو د نوامبر په میاشت کې بیا صادرات د ټاکل شوي‌ هدف نه لوړ شوي‌ او نوې ریکارټ ټینګ کړی دی. د ترکیې د موټرو سکتور یواځې د نوامبر په میاشت کې ایټالیا ته ۱۸۱ عشاریه ۴ میلیونو ډالرو په ارښت صادرات کړي‌ دي.

 

د صباح ورځپاڼې " د ترکیې د نفتو دولتي‌ شرکت یو ستر ریکارټ جوړولو ته تیاری نیسي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د نفتو شرکت د نفتو د تولید په برخه کې خپل کلنی هدف وټاکه.

د ترکیې د نفتو د دولتي‌ شرکت رئیس ملیح خان بیلګین وویل چې د باتمان په سیمه کې د نفتو تولید به ۵۰ زره بیلره دی د نورو سیمو سره دا رقم ۶۵ زره بیلرو ته لوړ کړي.

په نوي‌ کال کې به انشاالله چې د نفتو تولید په برخه کې د ترکیې جمهوریت په تاریخ کې ریکارډ جوړ کړي.



اړوند خبرونه