د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان : د ډیرو ښو پرمختګونو شاهدي به وکړو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکمنستان نه هیواد ته د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې متحده عربي اماراتو په ترکیه کې د لس میلیاردو ډالرو سرمایه ګذارۍ په اړه پلان مونږ ته وړاندې کړی دی. ددې پلان د عملي کیدو سره به هر څه بل ډول شي. ډیر مثبت پرمختګونه به رامنځته شي.
د حریت ورځپاڼې " ملي دفاع وزیر : یو تن مهم مجرم چې په سور لست کې نوم شتون درلود ونیول شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې یو تن مهم مجرم چې د سوریې نه ترکیې ته د غیرې قانوني او قاچاقي لارو څخه د راتیریدو هڅه کوله ونیول شو. همداشان ددې سربیره ۶ تنه نور کسان هم نیول شوي دي.
د سټار ورځپاڼې " د بهرني تجارت ارقام اعلان شول " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روان میلادي کال د اکتونر په میاشت کې د ترکیې صادراتو کچه د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۲۰ عشاریه ۱ سلنې په لوړیدو سره ۲۰ میلیارده ۷۹۲ میلیونه ډالرو ته لوړ شوي دي. ددې په مقابل کې واردات بیا د ۱۲ عشاریه ۸ سلنې د ډیریدو سره ۲۲ میلیارده ۲۳۰ میلیونو ډالرو ته لوړ شوي دي.
د خبرترک ورځپاڼې " د دیاربکر د ډیوارونو ترڅنګ د مرواني حکمدارۍ ماڼۍ وموندل شوه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د دیاربکر ولایت د تاریخي دوارونو ترڅنګ د مرواني حکمدارۍ ماڼۍ وموندل شوه. په تحقیقاتو کې معلومه شوې ده چې دا ماڼۍ د جوړیدو نه وروسته په یو علمي مرکز بدله شوې وه او یو زیات شمیر عالمان او مهم متفکرین پکې روزل شوی دي.
د صباح ورځپاڼې " تایفون کورکوت یو ځل بیا په جرمني کې د روزونکې په توګه وټاکل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې مشهور روزونکی ټایفون کورکوټ د هیرتا برلین لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.