د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې " د متحده عربي اماراتو نه ترکیې ته مهم سفر " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلي د متحده عربي اماراتو ولیعهد شهزاده محمد بن زید النهیان سره لیدنه وکړه.
ددې لیدنې نه وروسته د ترکیې او متحده عربي اماراتو ترمنځه په مخامخ توګه د پانګه اچونې په خاطر په ۹ جلا جلا برخو کې د همکاریو تړونونه لاسلیک شول.
د ینې شفق ورځپاڼې " د اف ۱۶ جنګي الوتکو لپاره مهمه پرزه په ترکیه کې تولید شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې دفاعي صنایع د اف ۱۶ جنګي الوتکو د مهمو د تعلیم په برخه کې استفاده کیدونکې مهمه پرزه پخپله تولید کړ او پدې ډول يي هیواد په ځان بسیا کړ. همداشان دا پرزه دوست او متفقو هیوادونو ته د صادرولو په اړه خبرې اترې دوام لري.
د خبرترک ورځپاڼې " ترکسات پنځه بي سپوږمه کۍ به د دسمبر په وروستیو کې فضا ته وتوغول شي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې ترکسات پنځه بي سپوږمه کۍ به د دسمبر د میاشت په پای کې د امریکا د فلوریدا په ایالت کې د کیپ کاناورال د هډې نه د فالکون ۹ ډوله راکټ سره فضا ته وتوغول شي.
د سټار ورځپاڼې " تیکا په افغانستان کې د یتیمانو سره مرسته وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د همکارۍ او هماهنګۍ اژانس تیکا د افغانستان په پلازمینه کابل کې د الاوالدین د انجونو د یتیمخانې سره د خوراکي توکو او نورې لازمې مرستې وکړې.
د نوموړې یتیمخانې د لیلې مسئولې عزیزه عزیزي د ترکیې د همکارۍ او هماهنګۍ د اژانس تیکا نه د مرستو له امله مننه وکړه.
د صباح ورځپاڼې " د ترکیې سالمن کبان د نړۍ ګوډ ګوډ ته صادریږي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سالمن د کبانو د صادراتو د ټولنې رئیس عثمان پارلک وویل چې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ سره سره مو د روان کال په لومړنیو لسو میاشتو کې ۱۸ هیوادونو ته د ۱۲۰ میلیونو ۹۴۶ زره او ۶۷۴ امریکايي ډالرو په رازښت سالمون صاد کړي دي.