د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې " چاووش اوغلو : څه چې لازم وي هغه به وکړو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په سوریه کې په ترکي ځواکونو د پي کاکا ترهګري سازمان لخوا د برید له امله د روسیې او امریکا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود. چاووش اوغلو وویل چې امریکا او روسیې د ترکیې سره په کړو ژمنو عمل ندی کړی. ترکیه به په سیمه کې د ترهګرو د تصفیې په خاطر لازم هر ډول ګامونه اوچت کړي. چاووش اوغلو وویل چې په سوریه کې د شهید شوو ترکي ځواکونو په اړه د هغوې د تسلیت او خواخوږۍ پیغامونه هم د صمیمت نه لرې دي او ظاهري بڼه لري.
د سټار ورځپاڼې " روسیه ترکیې ته د ګازو سوقیاتو کچه لوړوي. " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې اروپا ته د مختلفو لارو څخه د ګازو سوقیاتو کچه لوړه کړې ده. همداشان د ترکیې له لارې د ماوي جریان د نللیکې ګازو کچه هم لوړو. هغه وویل که چیرې د ګازو د کچې د لوړولو غوښتنه وکړي روسیه چمتو ده.
د حریت ورځپاڼې " ترکیې لخوا نیپال ته د خواخوږۍ پيغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د نیپال د موګو په سیمه کې په ټرافیکي پیښه کې د رامنځته شوې ستر فاجعې له امله چې ۳۲ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړی وو د خواخوږۍ او تسلیت پیغام واستوه.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي پیغام کې راغلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره مو د نیپال د موګو په سیمه کې د ټرافیکي پیښې په اړه چې په نتیجه کې ۳۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي خبرترلاسه کړ.
ترکیه ددې غمیزې له امله د دوست هیواد نیپال د خلکو او حکومت ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي. ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوو.
د وطن ورځپانې " فرانسې ته دویم ګوزار : پاکستان د فرانسې پر ځای ترکیې ته ترجیج ورکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي، عرب رسنیو د ترکیې د دفاعي صنایع د رئیس اسماعیل دیمیر هغه څرګندونو ته چې د پاکستان د سمندري ځواکونو دقومندانۍ اړوند اګوستا ۹۰ بي ډوله تحت البحري کښتۍ مدرنیزه چارې ترکیې ته وسپارلې انعکاس ورکړی دی. هغه د دیمیر له قوله لیکلي دي چې د دفاعي صنایع په برخه کې ځیني سیاسي فشارونه شتون لري چې ترکیې ددې فشارونو په ماتولو پیل کړی دی. د بیلګې په توګه پاکستان د فرانسې نه د تحت البحري کښتیو د ترلاسه کولو پر مهال د ډیر سترو فشارونو لاندې قرار درلود. خو اوس پاکستان ددې کښتیو د مدرنیزه چارې ترکیې ته ورکوي. دا یو ډیر مهم پرمختګ دی.
د خبرترک ورځپاڼې " ځايي او ملي واکسین تطبیق ته چمتو دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې د ترکیې د کرونا ویروس ځايياو ملي واکسین ترکوواک به هر څه ژر په هیواد کې په تطبیق پيل وشي. هغه وویل چې په ترکیه کې دریم ډوز واکسین به د ترکوواک واکسین تطبیق کړي.