د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1701910
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « د کابل د هوايي دګر په اړه د ترکېې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي  دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو تیره ورځ د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه وویل چې " پدې مسئله کې طالبانو او بعضو هیوادونو زمونږ سره د همکارۍ غوښتنه کړې ده . مونږ به پدې ټولو غور وکړو. د کابل  د هوايي دګر امنیت باید داسې ټینګ کړی شي چې ټولو لپاره د ډاډ وړ وي. د ټولو لپاره د منلو وړ وي. مونږ دا خبره د طالبانو سره هم شریکه کړې ده."

 

د صباح ورځپاڼې « عمر چیلیک د کډوالو د څپې په اړه نړۍوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي  دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک تیره ورځ د افغانستان وروستیو پرمختګونو ته په اشارې ددې هیواد نه د کډوالۍ  د سترې څپې په اړه نړۍوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ.

هغه وویل چې ترکیه نور  د یو تن کډوال د منلو توان او طاقت نلري.  

 

د سټار ورځپاڼې « شیخ محمد : د تخنیکي  مرستې او ملاتړ په مسئله کې د ترکیې سره په ګډه کار کوو» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني وویل چې د کابل هوايي ډګر له سره د فعالولو او پرانیستو په مسئله کې د ترکیې سره په ګډه کار کوو. هغه ویل چې تخنیکي ډلې کابل ته رسیدلي  او په کار يي پیل کړی دی.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د صادراتو ارقام اعلان شول » د سرلیک لاندې لیکلي  دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیر محمد موش وویل چې ترکیې د اګست په میاشت کې د تیر کال همدې میاشتې په پرتله صادرات ۵۲ سلنه ډیر شوي  او ۱۸ عشاریه ۹ میلیاردو ډالرو ته رسیدلي  دي. هغه وویل چې پدې ډول د اګست په میاشت کې تر ټولو لوړ د صادراتو رقم ته ورسیدو.

هغه وویل چې ددې ترڅنګ په تیرو ۱۲ میاشتو کې زمونږ د صادراتو شمیره ۲۰۷ عشاریه ۵ میلیاردو ډالرو ته د رسیدو سره د ترکیې جمهوریت په تاریخ کې یو ریکارډ ته ورسیدو.

 

د خبرترک ورځپاڼې « د کوش اداسي په بندر کې  د ۱۶ میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره یوې سترې سیاحتي کښتۍ لنګر واچو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نوي ډول کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ له امله د کوش اداسي د ایژې پورت بندر د لومړي ځل لپاره د یوې سترې سیاحتي  کښتۍ کوربه توب کوي.

پدې کښتۍ کې ډیری روسان ۴۵۰ تنه ګرځندویان کوش اداسي ته راغلل. د نوموړو ګرځندویانو نه په بندر کې تود هر کلی وشو.



اړوند خبرونه