د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : ترکیه په نړۍ کې تر ټولو په چټکه اقتصادي وده کوونکی دویم هیواد دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د هیواد د اقتصادي ودې په اړه وویل چې ترکیې د روان کال په دویمه ربع کې۲۱ عشاریه ۷ سلنه اقتصادي وده کړې ده . هغه وویل چې ترکیه په نړۍ کې تر ټولو په چټکه توګه اقتصادي وده کوونکی دویم هیواد دی.
د صباح ورځپاڼې « چاووش اوغلو د صربستان د ملي شورا رئیس داچیچ سره ولیدل » د رسلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو صربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې هیواد د ملي شورا رئیس هم لیدنه وکړه.
چاووش اوغلو ددې لیدنې په اړه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د صربستان د ملي شورا رئیس زما دوښت ښاغلي داچیچ سره لیدنه وکړه.
د دواړو هیوادونو ترمنځه د پارلمانونو ترمنځه قوي او پیاوړو روابطو ته ډیر زیات اهمیت ورکوو.
د وطن ورځپاڼې « اکار : د ترکیې وسله وال ځواکونه نړۍوالې سولې ته خدمت کوي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د افغانستان نه د تخلیې د عملیاتو په اړه په خپله وینا کې وویل چې ، د ترکیې وسله والو ځواکونو ترننه پورې په سیمه او نړۍ کې د ټولو ماموریتونو په څیر په افغانستان کې هم خپلو نیکونو د شان او شوکت سره سم په ډیر افتخار خپل ماموریت سرته ورسو او وطن ته راستانه شول. ترکي ځواکونو د هر افغان په اړه د ځان لپاره تخت جوړ کړی وو. په ډیر افتخار باید ووایم چې د ترکیې وسله وال ځواکونه نړۍوالې سولې ته خدمت کوي. ترکي ځواکونه په ډیره هسکه غاړه او افتخار پرته د هر ډول ضایعاتو روغ رمټ هیواد ته راستانه شول.
د خبرترک ورځپاڼې «د استانبول هوايي ډګر د اروپا تر ټولو ګټور هوايي ډګر وټاکل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هوايي حمل نقل تحقیقاتي بڼسټ د استانبول هوايي دګر د څه باندې ۴۰ میلیونه مساپرو ته د خدمت په کټګورۍ کې د اروپا تر ټولو د ګټور هوايي ډګر په توګه انتخاب کړ.
د سټار ورځپاڼې « ترکیه په نړۍ کې په لومړنیو لسو هیوادونو کې ځای نیولی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې تیر کال د فعاله کړو ۲۵۰۰ میګاواټه د اوبو نه د ترلاسه کیدونکو برښنا د ظرفیت سره پدې برخه کې د نړۍ تر ټولو د لوړ ظرفیت خاوندو لسو هیوادونو په کتار کې ځای نیولی دی.
په ترکیه کې د اوبو نه د ترلاسه کیدونکي برښنا کچه ۳۱ زره ۴۳۶ میګاواټه ته لوړ شوی دی.