د ترکیې د ورځپانو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپانو سرټکي‌

1700820
د ترکیې د ورځپانو سرټکي‌

 

د حریت ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا په ډرون ټکنالوژۍ ټینګار » د سرلیک لاندې لکیلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې په جوړو شوو مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې زمونږ وسله وال پوځ اوس په بې پیلوته ، په وسلو سمبال بې پیلوټه او تعرضي‌ بې پیلوته الوتکو سمبال دي. اوس مونږ د سوالګرو په څیر د نورو نه ددې ټکنالوژۍ خیرات نه غواړو. برعکس اوس مونږ دا ټکنالوژي‌ نړۍ ته صادرو. لکه څرنګه چې پوهیږۍ اذربایجان او لیبیا باندې مو په وسلو سمبال بې پيلوټه الوتکې پیرودلي دي. انشاالله چې ددینه وروسته به هم د چا نه د هیڅ ډول وسلې سوال ونکړو.

 

د صباح ورځپاڼې « یو هیواد بل هم د ترکیې نه د ډرون ټکنالوژۍ غوښتنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د اذربایجان، قطر، اوکراین ، تونس، او ناټو غړي‌ هیواد پولنډ نه وروسته داځل عراق د ترکیې نه د په وسلو سمبال ډرون الوتکو غوښتنه وکړه.  عراق د دفاع وزیر جمعه عناد ویلي‌ دي‌ چې د ترکیې نه مو د بیرقدار ټي بي ۲ په وسلو سمبال بې پيلوته الوتکو، ټي‌ ۱۲۹ پرمختللو اټاک چورلکو او بې پيلوټه الوتکو د مدافع سیستم  په ګډون د پرمختللو وسلو غوښتنه کړې ده .

 

د سټار ورځپاڼې « ترکیه د انرژۍ په برخه کې په ځان بسیا کوونکې کشف » د سرلیک لاندې لیکلي‌دی ، د ترکیې د نفتو انونیم مشترک شرکت د ټولنیزې مډیا له لارې مهم زیری شریک کړی دی.

یاد شوي‌ شرکت ویلي‌ دي‌ چې د سکاریا د ګازو په ساحه کې د ترک علي‌ د ګازو په کوهي‌ کې د ګازو د پلټنو په اړه روانې څیړنې او ازموینې ډیرې زیاتې بریالۍ وې. دلته یو ډیر ستر بری ترلاسه شو.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « په ټوله نړۍ کې وګرځید خو شفاء يي د ترکي‌ ډاکټرانو له لاس نه وموندله » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د انګلستان یو تن مشهور ۱۳ کلن ډانسر اولیویا باکلي چې په سکولیوز ناروغۍ باندې روږدی شوی وو د تداوۍ په خاطر د جرمني‌ نه نیولې تر امریکا پورې د نړۍ یو زیات شمیر سترو هیوادونو دروازه وټکوله خو په هیڅډول يي تداوي‌ ونشوه. د هغه ناروغۍ ته تداوي‌ ترکي‌ ډاکټرانو وموندله. انګلیس ډانسر چې د معیوبینو په کراچۍ کې ترکیې ته راغلی وو په ډیره بریالي‌ توګه د عملیات د سرته رسولو نه وروسته روغ جوړ او ډانس او خوښیو سره له روغتون نه خارج شو.

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې نیمه پایلوبو ته لار پيدا کړه » د سرلیک لاندې لیکلی‌ دي، د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې د اروپا د اتلولیو د سیالیو په چوکاټ کې په کواټر فاینل لوبه کې پولنډ لوبډلې ته ۳ د صفر پر وړاندې د ماتې په ورکولو سره ستر بری ترلاسه کړ.

ترکیې ملي‌ لوبډلې چې تر اوسه پورې ۷ لوبې کړي‌ دي‌ ټولې په پرله پسې ډول سره ګټلي‌ او نیمه پایلوبو ته يي لار وموندله.

په نیمه پایلوبه کې به د ترکیې رقیب نن د فرانسې او صربستان د لوبډلو ترمنځه د سیالۍ نه وروسته معلوم شي.



اړوند خبرونه