د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا په اروپايي مشرانو مهم غږ ، لازم ګامونه اوچت کړۍ » د سرلیک لاندې لیکلی دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اروپايي مشرانو غږ وکړ چې مخکې ددینه چې د افغانستان د کډوالو مسئله په یو جدي بشري بحران بدل شي باید لازم ګامونه اوچت کړي.
ولسمشر اردوغان د اروپايي ټولنې د شورا رئیس مایکل او د انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانسن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ولسمشراردوغان پدې ټيلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان او ایران کې د کډوالو په اړه د لازمو تدابیرو د نه نیول کیدو په صورت کې به د افغان کډوالو مسئله په یوې بشري تراژیدۍ بدله شي. پدې برخه کې اروپايي هیوادونه او نړۍواله ټولنه باید صمیمي چلند او مسئولیت پذیري وکړي.
د حریت ورځپاڼې « ترکیې د کډوالو لپاره د کډوالۍ د مراکزو د جوړولو په اړه ادعاءګانې رد کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د انګلستان په رسنیو کې شوي هغه ادعاګانې چې ګواکې په ترکیه کې به د افغان کډوالو لپاره د کډوالۍ د غوښتنلیکونو مرکزونه جوړ شي په کلکه توګه رد کړې. بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي چې دا ادعاءګانې حقیقت نلري او هیڅ هیواد ترکیې ته پدې اړه رسمي وړاندیز ندی کړی.
همداشان ترکیه ددینه د لا زیاتو کډوالو د منلو توان او ظرفیت هم نلري.
د سټار ورځپاڼې « د بیرقدار ټي بي ۲ په وسلو سمبالې ډرون او بې وسلې ډرون الوتکې د نړۍ تر ټولو ښې ډرون الوتکې دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ډرون الوتکو د تولیدونکي شرکت بایکار د تخنیکي چارو رئیس سلجوق بیرقدار وویل چې د ترکیې ډرون الوتکې نن ورځ په نړۍ کې په لومړي کتارونو کې ځای لري.
هغه وویل چې ترکیې د هوايي چارو په برخه کې په ډیرو پرمختګونو هیوادونو ډرون الوتکې پلورلي دي. د همدې امله ویلی وو چې د ترکیې په وسلو سمبال ټي بي ۲ په وسلو سمبال الوتکې د نړۍ تر ټولو د ښو الوتکو نه دي.
د صباح ورځپاڼې « په چټکه اقتصادي وده کې ریکارډ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د روان میلادي کال په دویمه ربع کې اقتصادي ودې ارقامو ته انعکاس وکړ . د ویلو ده چې په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره په لومړنیو شپږو میاشتو کې عواید د یو تریلیون لیرې نه اوښتي دي. غوڅ عواید د ۱۵۵ سلنه په ډیریدو سره ۸۹ عشاریه ۵ میلیاردو لیرو نه اوښتي دي. همداشان د صنایع سکتور عواید هم ۵ نیم برابره لوړ شوي دي.
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې ۳ سیالۍ پله پسې وګټلې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د والیبال ملي ښځینه لوبډلې د اروپا د والیبال اتلولیو د سیالیو په ترڅ کې چې سربستان، رومانیا ، کروشیا او بلغاریا لخوا په ګډه جوړ شوی دی په دریمه لوبه کې سویډن لوبډلې ته هم درې د صفر په مقابل کې ماتې په ورکولو سره خپله دریمه لوبه هم وګټله. ترکیې لومړی د رومانیا ، ورپسې د اوکراین او په دریمه لوبه کې سویډن ته ماتې ورکړه.