د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : د پي کاکا او وای پي جي نه به په روغتون د برید کولو حساب وپوښتو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په موخه تیره ورځ بروکسل ته د سفر نه مخکې په هوايي ډګر کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان د پي کاکا ترهګري سازمان د څانګې وای پي جي لخوا د سوریې د عفرین په ښار کې په یو روغتون د برید په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، دې برید په اصل کې د پي کاکا او د هغوې د څانګو اصلي څیره چې په کومه اندازه دوې بې رحمه ، وحشي او انسان دښمنه ده ټولو ته وښوده. زمونږ په هیواد کې د معصومو او بې ګناه انسانانو، په سوریه کې د ملکي وګړو او په عراق کې د زمونږ د کورد ورونو د تویې کړې هر څاڅکې وینې حساب به ددې ترهګرو نه وپښتو.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې وسله والو ځواکونو په تل رفعت کې ترهګرو ته ستر ګوزار ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د پي کاکا ترهګري سازمان څانګې وای پي جي د سوریې په عفرین ښار کې پر ملکي روغتون د برید نه وروسته د ترکیې وسله والو ځواکونو په تل رفعت سیمه کې د ترهګرو په هدفونو پراخه بریدونه وکړل او ترهګرو ته يي ډیر سخت ګوزار ورکړ. ددې بریدونو په چوکاټ کې د ترهګرو درې قرارګاه ودانۍ، یو زیات شمیر د وسلو او مهماتو ډیپوګان، موضع ګانې او د تجمع مرکزونه له منځه یوړل .
ترهګرو ته ډیر ستر ګوزار ورکړ.
د صباح ورځپاڼې « د اکار لخوا د لیبیا په اړه پيغام : نړۍ باید دا خبره هیره نکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د لیبیا نه د لیدنې پر مهال وویل چې د کودتاچي حفتر په لیبیا کې په حربي ښوونځي د برید سره د حربي ښوونځي زده کوونکي په قتل ورسول او په سلګونو تنه يي په ډله ایزو قبرونو کې خښ کړل. د وژل شوو دې بې ګناه انسانانو کورنۍ نن ورځ د ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. نړۍ باید دا ظلمونه هیر نکړي.
د سټار ورځپاڼې « د ترکيې د ډرون الوتکو په مقابل کې مونږ هیڅ چانس نه درلود » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني د دفاعياو ستراتیژیکو څيړونو د انیستیتیوت یو تن محقق ډګروال مایکل کارل د ترکیې د ډرون الوتکو په اړه په ارزونو کې وویل ، په فرضي ډول که چیرې د جرمني پوځ په قره باغ کې د اذربایجان د پوځ په مقابل کې جګړه کولې د ترکیې د ډرون الوتکو له امله زمونږ د بري چانس هیڅ نه وو.
د خبرترک ورځپاڼې « د موبیل فرنیچر، کاغذ او ځنګل محصولاتو د سکتور صادرات ۲۸ سلنه ډیر شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د موبیل فرنیچر، کاغذ او ځنګلي محصولاتو صادرات د روان کال په لومړنیو پنځو میاشتو کې د تیر کال همدې میاشتو په پرتله ۲۸ سلنه وده کړې او ۲ نقطه ۶ میلیاردو ډالرو ته رسیدلي دي. ددې رقم ۱ نقطه ۶ عشاریه میلیارده یواځې د موبیل فرنیچر سکتور تشکیلوي. تر ټولو زیات فرنیچر جرمني، امریکا، فرانسې او اسرائیل ته صادر شوي دي.