د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « د اردوغان او بایدن په لیدنه کې به په نهو مسئلو خبرې وشي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جون په ۱۴ مه نيټه په بروکسل کې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن سره مخامخ لیدنه کوي. پدې لیدنه کې به په نهو مهمو مسئلو خبرې وشي. ولسمشر اردوغان به پدې لیدنه کې د بایدن نه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف په مبارزه کې د غوڅو ګامونو اوچتولو او د پي کاکا ترهګري سازمان د څانګې وای پي جي باندې د مرستو د پرې کولو غوښتنه وکړي. همداشان پډې لیدنه کې به د اف ۳۵ جنګي الوتکو او اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم ، سوریې، لیبیا، ختیځې مدیترانې، قره باغ په مسئلو او د ترکیې او امریکا ترمنځه سوداګریز حجم ۱۰۰ میلیاردو ډالرو ته د رسولو په هدف خبرې وکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د بایدن حکومت، د ترکیې په مقابل کې باید یو نوی طرز د دید جوړ کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د ترکیې د په قبال کې د جوبایدن د حکومت سیاستونه باید څه ډول وي په اړه یوه تبصره نشر کړې ده .
پدې تبصره کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې ترکیه هم د امریکا متحده ایالتونو یو ډیر او مهم متفق او متحد هیواد دی او هم د جغرافیوي او جیوپولتیک له پلوه ډیر مهم هیواد دی. د همدې امله د بایدن حکومت باید د ترکیې په قبال کې نوی طرز د دید جوړ کړي. همداشان انقره هم خپلواکه بهرني سیاستونو ته دوام ورکوي.
د سټار ورځپاڼې « ماکرون : د اردوغان سره لیدنې او خبرو ته اړتیا لرو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فرانسې ولسمشر ماکرون ویلي دي چې د ناټو سازمان د سرمشریزې د پيلیدو نه مخکې به د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه وکړي. هغه وویل چې پډې لیدنه کې به د ناټو سازمان، سوریې، لیبیا، ختیځې مدیترانې، قره باغ او په فرانسه کې تند لارې اسلامپالۍ پر خلاف د مبارزې په مسئلو خبرې وکړي.
ماکرون ویلي دي چې د ولسمشر اردوغان سره د فکري اختلافاتو د درلودو سره سره مجبور دی چې لیدونو کتنې ته دوام ورکړي.
ماکرون دا څرګندونې د فرانسې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې خبري غونډې ته وکړې.
هغه دلته چې د ناټو سازمان د سرمشریزې د پيلیدو نه مخکې غواړي چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه وکړي.
د خبرترک ورځپاڼې « اروپايي ټولنې غړي هیوادونه ۷ سلنه طبعي کرنیز محصولات د ترکیې نه واردوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه په نړۍ کې د طبعي او پرته د کیمیايي موادو په کر کلي کې په ۱۸ کتار کې ځای لري. ترکیې چې د طبعي او پرته د کیميايي موادو د ۸ توکو کر کلی پيل کړی وو نن ورځ دا رقم ۲۳۵ ته لوړ شوی دی. د ویلو ده چې اروپايي ټولنې غړي هیوادونه ۷ سلنه طبعي کرنیز محصولات د ترکیې نه واردوي.
ترکیې تیر کال یو عشاریه ۶ میلیونه ټنه طبعي کرنیز محصولات تولید کړي دي.
د وطن ورځپاڼې « په اغره ولایت کې د سرو زرو زیرمه وموندل شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اغره په ولایت کې د ۲۰ ټنه په لویوالي سره د سروزرو زیرمه وموندل شوه. تمه کیږي چې په سیمه کې د دوو کلونو په دننه کې د ۳ نه تر درې نیم ټنو پورې سره زر استخراج کړی شي.
د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر وویل چې ددې زیرمې ارزښت یو عشاریه ۲ میلیارده ډالره دی.