د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : د بایدن نه به پوښتنه وکړم چې زمونږ ترمنځه اړیکې ولرې خړې دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره شپه د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون سره ځانګړې مرکه وکړه. ولسمشر اردوغان پدې مرکه کې یو زیات شمیر مهمې پوښتنې ځواب کړې. هغه د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو د سرمشریزې په چوکاټ کې د بایدن سره د پلان کړې لیدنې په اړه وویل چې، پدې لیدنه کې د بایدن نه پوښتنه وکړم چې ایا د ترکیې او امریکا ترمنځه اړیکې ولې خړې دي؟
د صباح ورځپاڼې « خفیف محاربوي زغروال په بریالي توګه وازمایل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایع رئیس اسماعیل دیمیر وویل چې د ۴۵ ټنو پورې خفیف پلیټ لرونکی خفیف محاربوي زغروال موټر چې اوبوس توپ هم پرې نصب شوی دی په ډیر بریالي توګه وازمایل شو. ددې زغروال موټر ماشین د ۱۰۰۰ اسپاوره په طاقت او قوت جوړ شوی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « د استانبول هوايي ډګر او ترکش ایرلاین شرکت د څو اونیو راهیسې په اروپا کې په لومړي مقام کې قرار لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د هوايي سیرو سفر د تشکیلاتو ایرو کنټرول د راپور او ارقامو له مخې د استانبول هوايي ډګر تر ټولو زیات پروازونو د کوربه توب او ترکش ایرلاین بیا تر ټولو د زیاتو الوتنو له امله په اروپا کې لومړی مقام لري.
د استانبول هوايي ډګر د مې د ۱۶ او ۳۰ مو نيټو ترمنځه د ورځې په اوسط ډول د ۶۳۲ پروازونو د کوربه توب له امله په اروپا کې په لومړي کتار کې ځای نیولی دی. همداشان ترکش ایرلاین بیا د مې د ۲۴ او ۳۰ مو نیټو ترمنځه د ورځې په اوسط ډول د ۸۲۳ الوتنو سره په اروپا کې په لومړي کتار کې ځای نیولی دی.
د سټار ورځپاڼې « اولسکیف : مونږ هم غواړو چې د ترکیې په څیر د خوندي ګرځندوی سیستم رامنځته کړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اوکراین د ګرځندوی د ودې د اژانس رئیسې ماریانا اولسکیف وویل چې په ترکیه کې د خوندي ګرځندوی سیستم او توریزم د سرټیفیکیت پروګرام ډیر خوښ شوی دی او غواړي چې ورته سیستم په اوکراین کې هم عملي کړي. هغې ویلي دي چې ددې سیستم او پروګرام په اړه د لا زیاتو معلوماتو او تجاربو د ترلاسه کولو په خاطر د ترکیې سره د تماس په حال کې یو.
د خبرترک ورځپاڼې « روسیې د ترکیې نه د ټماټرو د وارداتو مقدار لوړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د کرنۍ وزارت لخوا د تایید شوي پریکړه لیک له مخې روسیې د ترکیې نه د ټماټرو د وارداتو اندازه د ۵۰ زره ټنو په ډیرولو سره ۳۰۰ زرو ټنو ته لوړه کړه.