د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د تیلو په اړه زیری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هیوادوالو ته په ترکیه کې د تیلو د نوو کوهیانو د موندنې په اړه زیری ورکړ. هغه وویل چې په توره بحیره کې د ۴۰۵ میلیارده متر مکعب ګازو د زیرمو د کشف نه وروسته داځل په وچه کې د روانو څیړونو او پلټنو په ترڅ کې په درې نوو کوهیانو کې تیل وموندل شول. ولسمشر اردوغان وویل چې یواځې د یوې میاشتې په دننه کې د پلټونو په ترڅ کې په درې کوهیانو کې تل وموندل شول.
د حریت ورځپاڼې « مولود چاووش اوغلو: اسرائیل ته د جزا ورکولو په خاطر باید نوې او اغیزمندې لارې چارې وموندل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا لخوا د فلسطین په اړه په جوړه کړې ځانګړې غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې اسرائیل ته د نړۍوالو حقوقو او بشري حقونو نه د تیریو له امله د جزا ورکولو په خاطر باید اغیزمندې او نوې لارې او چارې وموندل شي.
د سټار ورځپاڼې «د ترکیې لخوا اروپايي ټولنې ته غوڅ پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن تیره ورځ په خپلو څرګندونو کې وویل چې د جون په میاشت کې جوړیدونکې د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو د مشرانو سرمشریزه ځانګړی اهمیت لري. مونږ ددې سرمشریزې نه د ترکیې د تمو او انتظاراتو په مسئله کې د غوڅو ګامونو د اوچتیدو تمه کوو. مونږ به خپلې غوښتنې او وړاندیزونه یو ځل بیا اروپايي ټولنې ته وړاندې کړو.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې پرته د چلوونکې په وسلو سمبال کښتۍ لومړنی انداخت په بریالیتوب سره وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایع د شرکتونو لخوا په ځايي او ملي امکاناتو جوړه شوې پرته د چلوونکي په وسلو سمبال کښتۍ پرون په ایژې او ختیځه مدیترانه کې روانو د ترکیې د سمندري ځواکونو د تطبیقاتو په چوکاټ کې خپل لومړنی انداخت په ډیر بریالیتوب سره ترسره کړ.
د خبرترک ورځپاڼې « په ایژې کې د ګرځندوی سکتور په حرکت راغلی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ايژې په سیمه کې د ګرځندوی په مرکزونو کې د ګرځندوی سیزن رسمآ پيل شو. د ایژې د سیمې د توریستیکو مکانونو او هوټلدارانو د ټولنې مرستیال اورخان بیلګه وویل چې د جرمني، هالنډ، بلجیم او چین په څیر د هیوادونو نه مو ډیر زیات ریزرویشنونه ترلاسه کړي دي. په سیمه کې د ګرځندوی سکتور په حرکت پيل کړی دی.