د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « په زرګونو تنو ټویټ وکړ#اردوغان نه ملاتړ کوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ولسمشر اردوغان نه د ملاتړ په خاطر په ټویټر کې د پيل شوي کمپاین په ترڅ کې په ډیرو کمو ساعتونو کې په زرګونو تنو د اردوغان نه ملاتړ کوو د ټویټونو په کولو سره د ولسمشر اردوغان نه د ملاتړ اعلان وکړ.
د ویلو ده چې د ملکي ټولنو د استازو، پارلمان وکیلانو او هیوادوالو په ګډون په زرګونو تنو د ولسمشر اردوغان نه ملاتړ اعلان کړ. د ولسمشر اردوغان نه د ملاتړ په خاطر په ډیره کمه موده کې ۲۵۰ زره ټویټونه خپاره شول.
د صباح ورځپاڼې « د ځايي واکسین نه د انټي باډي زیری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د قیصري په ولایت کې جوړ شوی د نوي ډول کرونا ویروس واکسین د دویم فاز د ازمایښتونو راپور د روغتیا وزارت ته وړاندې کړ. دا ازمایښتونه چې په ۲۵۰ تنو ترسره شوو په ټولو کسانو په وجود کې انټي باډي جوړ شوي دي. که چیرې د دریم فاز چارې هم په بریالیتوب سره سرته ورسیږي د سپټمبر په میاشت کې به د بیړنۍ استفادې په خاطر وړاندې شي. د سپټمبر په میاشت کې به يي په تطبیق پيل وشي.
د سټار ورځپاڼې « روس ګرځندویان غواړي ترکیې ته راشي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، روس ګرځندویان چې د هیواد نه بهر د رخصتۍ په خاطر تیر ټولو زیات ترکیې ته ترجیح ورکوي د حکومت نه غوښتنه کوي چې د اوړي سیزن د پيلیدو نه مخکې ترکیې ته په الوتنو لګولی بندیز لرې کړي.
روس ګرځندویان هر څه ژر د کرونا ویروس د لګیدولو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کوي.
روس ګرځندویانو لپاره ترکیه د ښکلې هوا او طبعیت سربیره د تفریح د ښکلو مکانونو ، لوکسو هوټلونو او بیې له پلوه تر ټولو د خوښې وړ هیواد دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « بیشکتاش د اتلانو په لیګ کې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د بشکتاش د فوټبال ملي لوبډلې لخوا د اتلولۍ ګټولو د اتلانو په لیګ کې د ګډون لپاره پر دې هیواد لګیدولو محدودیتونو د لرې کولو سره مرسته وکړه. د انګلستان په پریمیر لیګ کې د چلسي لوبډلې د ستر بري له امله بیشکتاش لوبډلې په مخامخ ډول د لیګ کې د ګډون حق ترلاسه کړ.
د خبرترک ورځپاڼې « د فرانسې لیلی لوبډلې د ترکانو له برکته اتلولي وګټله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فرانسې په لومړي لیګ کې د لیلی لوبډلې په پایلوبه کې د انګریس لوبډلې ته دوه د یو په مقابل کې د ماتې په ورکولو سره قهرماني وګټله. د ویلو ده چې دا لوبه د ترکیې د ملي فوټبال او پدې لوبډله کې د ګولونو د پاچا په توګه مشهور د بوراق یلمز د ګول سره اتلولي وګټله.
د ویلو ده چې د فرانسې د لیلي په لوبډله کې د ترکیې نه ۴ تنه مشهور فوټبالران لوبه کوي. دې لوبډلې په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اتلولي وګټله. د ترکیې ملي فوټبالر بوراق یلمز د اتلولۍ په سیالیو کې ۱۶ ګوله رقیب لوبډلو ته د ورکولو سره خپله لوبډله قهرمانۍ ته ورسوله.
د فرانسې په لارو او سړکانو کې د اتلولۍ په لمانځونو کې ټولو په یو غږ د بوراق یلمز نوم اخیسته او د هغه يي مننه کوله.