د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان لخوا د مسجدالاقصی ډیپلوماسي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائیل لخوا پر فلسطین د روانو وحشي او ضد انساني بریدونو پر وړاندې د نړۍوال غبرګون د راپارولو په خاطر د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره په ټيلیفوني خبرو پيل کړی دی. ولسمشر اردوغان پدې چوکاټ کې تیره ورځ د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر مهاتیر محمد، د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني، د قیرغیزستان د ولسمشر صدر جباروف او عراق د لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره ټیلیفوني خبرې وکړې. د ټولو مشرانو سره پر فلسطین د روانو وحشیانه بریدونو او پر اسرائیل د فشار راوستو او نړۍوال غبرګون د پارولو په مسئلو خبرې وکړې.
د ینې شفق ورځپاڼې « اکار: یونان باید د ګاونډیانو د تحریکولو او ګواښونو نه لاس واخلي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې یونان د ګاونډیانو د تحریکولو او ګواښولو نه باید لاس واخلي . هغه برخې چې ترکیه په نورو هیوادونو کې په نفوذ کولو یا توسعه طلبۍ تورنوي هغوې دې د ۱۸۲۰ او ۲۰۲۰ کال ترمنځه نقشې ته وګوري. چې څوک توسعه طلبه دی.
د سټار ورځپاڼې « په ایا صوفیا جومات کې د ۸۷ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د اختر لمونځ ادا شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ایا صوفیا جومات ۸۷ کاله مخکې په موزیم اړول شوی وو او ۸۷ کاله وروسته په جومات د اړولو نه وروسته د لومړي خل لپاره پکې د اختر لمونځ ادا شو.
د جومات په منځ کې د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې محدود شمیر لمونځ کوونکو ته اجازه ورکړل شوه. همداشان په زرګونو تنو هیوادوالو د جومات په حویلۍ او میدان کې صفونه وتړل.
د حریت ورځپاڼې « د فرانسوي ستور مزلي نه د کوچني اختر لمانځنه » د سر لیک لاندې لیکلي دي، فرانسوي ستور مزلی توماس پیسکویټ چې د اپریل په ۲۳ مه نیټه د سپیس ایکس فالکون ۹ راکټ سره د فضا نړۍوال ستیشن استول شوی دی د شپې لخوا يي د کعبې د عکس د اخیستو سره او د ټولنیزې مډیا له لارې د خپرولو سره د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ویلې ده . همداشان د کعبې شریفې د عکس لاندې اختر مو مبارک شه او کعبه دومره ښکلې ځلیږي چې د انسان سترګې بریښوي پیغام خپور کړی دی.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې ملکي هوايي شرکت ترکش ایرلاین په اروپا کې په لومړي کتار کې ځای نیولی دی» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د هوايي سیروسفر د تشکیلاتو ایروکنټرول د شمیره له مخې د ترکش ایرلاین په اروپا کې تر ټولو زیاتو الوتنې کولو سره په لومړي کتار کې ځای لري.