د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپانې « د عدالت او پراختیا ګوند د ویاند لخوا د سویلي قبرس د مشر پر خلاف سخت غبرګون : د ترکیې په اړه يي څرګندونو په عینې ډول بیرته اعاده کوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک د ترکیې په اړه د سویلي قبرس د مشر نیکوس اناستاسدیس د حد نه تیرو څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې د ترکیې جمهوریت او ملت پر خلاف ستاسې هر ډول بې حرمتي په عینې ډول سره اعاده کوو. هغه وویل چې د قبرس سویلي برخه اروپايي ټولنه د یو ننځکې په څیر لوبوي. که چیرې اروپايي ټولنه هم دا مسئله قبولوي پس دا دې د هغوې لپاره مبارک وي.
د حریت ورځپاڼې « د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر تاتار لخوا د سویلي قبرس مشر ته د څپیړې په څیر ځواب » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار د اپریل په ۲۷ مه نیټه د درې ورځو لپاره په جینیوا کې جوړ شوي پنځه جمع ملګري ملتونه کنفرانس ته د مساوي حقونو خاوند دوو خپلواکه دولتونو پیشهاد وړاندې کړی وو. د سویلي قبرس مشر ددې پيشهاد نه د ګستاخۍ په توګه یادونه کړې ده. تاتار د هغه دې څرګندونو په ځواب کې وویل چې د سویلي قبرس مشر دې په آینه کې ځان وګوري بیا پخپله ووینې چې ګستاخ څوک دی.
د صباح ورځپاڼې « د ولکان ام ټانک ټوپ په بریالیتوب سره وازمایل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عسکري الکترونیک صنایع اسلسن شرکت د ولکان ام ټانک د انداخت سیستم د ام ۶۰ ټي ام ټانک سر په بریالیتوب سره سرته ورسو. د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفاعې صنایع رئیس اسماعیل دیمیر د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي د ترکیې د وسله والو ځواکونو د ام ۶۰ ټي ام ټانکونو د مدرنیزه چارې دوام لري . همداشان د ولکان ام ټانک د انداخت سیستم په بریالیتوب سره وازمایل شو.
د وطن ورځپاڼې « تر ټولو زیات صادرات د موټر سکتور کړي دي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د موټر جوړولو سکټور د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې د ۲ میلیارده او ۴۶۵ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي. د اپریل په میاشت کې تر ټولو ډیر د موټر صادرات جرمني ته شوي دي. جرمني ته یو میلیارد او ۶۵۴ میلیونو ډالرو په ارزښت موټرې صادر شوي دي. همداشان امریکا ته د میلیارد او ۱۸۲ میلیونو او انګلستان ته بیا یو میلیارد او ۳۳ میلیونو ډالرو په ارزښت موټرې صادر شوي دي.
د سټار ورځپاڼې « د مشهور کومیډین لخوا ولسمشر اردوغان ته لیک » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فرانسې مشهور کومیډین یا توقمار دیودون مبالا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د لیک په رالیږولو سره په ترکیه کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده.
مبالا ویلي دي چې د اسرائیل لخوا د فلسطین خاورې د اشغال او استثمار کولو د غندلو نه وروسته د تیرو شلو کلونو راهیسي په سیستماتیک ډول سره د شانتاژ، تبعیض ، ډول ډول فشارونو او انزوا سره مخامخ دی.