د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبر ترک ورځپاڼې « اردوغان : د بهر پورې تړاو ختموو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په تیرو ۱۹ کلونو کې د دفاعي صنایع ، ځان بسیاینې او ځايي تولیداتو د کچې د لوړولو په خاطر ډیر زیات زیار او کوښښ کړی او د مصرف شوو بودیجو او سرچینو د میوې او ثمرې په راټولو پيل کړی دی. ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله ددینه وروسته به د الوتکو د بمونو نه نیولې تر مهماتو او تجهیزاتو پورې ، د توغندیو نه نیولې تر چاویدونکو توکو او ټولو اړتیاوو په برخه کې چاته محتاج نشو. دا ټول پخپله تولیدوو. د بهر پورې تړاو په کامله توګه ختموو .
د حریت ورځپاڼې « ایرسین تاتار: د خپل ملي حاکمیت د مسئلې په اړه هیڅډول بحث ته حاضر نه یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سوئیس د جینیوا په ښار کې د ملګروملتونو په کوربه توب او د قبرس د دواړو خواوو، ضمانت کوونکو هیوادونو ترکیې، یونان او انګلستان جمع ملګري ملتونه د قبرس په اړه غیرې رسمي کنفرانس پایته ورسید.
د شمالي قبرس ولسمشر ایرسین تاتار ددې خبرې په ټینګار وویل چې د هیواد د ملي حاکمیت د مسئلې په اړه هیچا سره بحث نکوي او دا مسئله بحث ته تړلې ده . هر سړی باید دا خبره ومني. هغه وویل چې د خپلو حقونو لټون ته به دوام ورکړو.
د وطن ورځپاڼې « د استانبول هوايي ډګر د کال په لومړنیو ۴ میاشتو کې په اروپا کې خپله مشري حفظ کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د هوايي سیروسفر د امنیت شورا ایروکنټرول د شمیرو له مخې د روان میلادي کال د جنوري د لومړۍ او اپریل د ۲۸ مو نیټو ترمنځه د خپور شوو ارقامو له مخې د استانبول هوايي ډګر د ۶۳۰۶۴ الوتنو سره په اروپا کې تر ټولو زیات د الوتنو کوربه توب کوونکی هوايي ډګر دی.
د استانبول هوايي ډګر د چارو مسئول شرکت د خپلې ټولنیزې مډیا په پاڼه کې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې استانبول په نړۍ کې د هوانوردۍ په مرکز د بدلولو پر لورې ګام په ګام د رسیدو پر لورې روان دی. استانبول هوايي ډګر د ۲۰۲۱ کال په لومړنیو ۴ میاشتو کې په اروپا کې مشري حفظ کړې ده.
د ینې شفق ورځپاڼې « جرمني ګرځندویان د ترکیې د انتالیا ولایت په هوټلونو کې په ریزرویشنونو کې په لومړي کتار کې ځای لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انتالیا ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیس داوود چتین وویل چې په اروپا کې د کرونا ویروس واکسین شمیره د هرې ورځې په تیریدو سره په چټکۍ سره پر مخ روان دی. د همدې امله تمه کیږي چې د اوړي په میاشتو کې هوايي ټرافیک کچه د پام وړ لوړه شي.
هغه ویلي دي چې په انتالیا ولایت کې په هوټلونو کې د رخصتۍ لپاره تر ټولو زیات د جرمني وګړو ریزرویشنونه کړي دي.
هغه وویل چې سږ کال اوړي میاشتو ته هیله مند دی.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې ساینسپوهانو په کور کې د سترګو د معاینې تکنالوژۍ جوړه کړې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په انقره کې یوې ډلې ځوانو ساینسپوهانو د مجازي حقیقي عینکو سره د سترګو د معاینې کولو تکنالوژي جوړه کړې د ه.
ساینسپوهانو د سترګې د معاینې د ماشین ځانګړتیاوې په پروګرام بدل کړي او دجیتل پلاټ فورم ته يي انتقال کړي دي.
د نوموړو لخوا د سترګو د معاینې په خاطر جوړي شوي ځانګړي عینې ۵۰۰ ګرامه وزن لري.
دا عینکې د ډیرو ګرانبیه او قیمتي ماشین الاتو نه لا په ښه او اسانه توګه د سترګو معاینه کوي.