د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د ځوانانو پوښتنې ځواب کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په پلازمینه انقره کې د ملت په کتابتون کې د جوړو شوو مراسمو په ترڅ کې د ځوانانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان د کانال استانبول د پروژې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې مونږ د کانال استانبول د پروژې سره په په کامله توګه په خپله خپلواکۍ او ملي حاکمیت کې یو ډیر مهم اثر جوړو.
د خبرترک ورځپاڼې « د چاووش اوغلو لخوا د مصر په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون د مصر سره د اړیکو په اړه ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې د مصر سره په اړیکو کې نوې دوره پيلیږي. متقابل سفرونه او لیدنې کتنې پيلیږي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د فخرالدین التون : د ویلډرز افراطیت د شدت او فاشیزم استازیتوب کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون د هالنډ د ازادۍ د ګوند د مشر افراطي ګیرت ویلډرز لخوا د ټولنیزې مډیا له لارې د خپور کړي پیغام په اړه چې پکې ویلي وو د اسلام او رمضان مخه ونیسۍ ډیر سخت غبرګون وښود. هغه د ویلډرز په غبرګون کې وویل چې ددې بې زړه انسان توکمپالي د شدت او فاشیزم استازیتوب کوي. اسلام تل افراطیت، شدت ، توکمپالي، تبعیض او فاشیزم غندلی دی او غندي. هغه په فاشیست ویلډرز توکمپالۍ نه لاس واخله غږ کړی دی.
د سټار ورځپاڼې « د خپلو شهیدانو غچ مو واخیست » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چاور وزیر سلیمان سویلو وویل چې په دیاربکر ولایت کې د پنځو تنو ملکي وګړو او یو تن ژاندارم سرتیري قاتل د پي کاکا ترهګري سازمان دوه تنه ترهګر چې د ترکیې د امنیتی ځواکونو لخوا په نارنجي ګټګورۍ کې لټول کیدل له منځه یوړل. د هیواد امنیتي ځواکونو د خپلو شهیدانو غچ واخیست.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې لوی درستیز د امریکا د لوی درستیز سره ټیلیفوني خبرې وکړې» د ترکیې لوی درستیز ستر جنرال یاشار ګولر پرون د امریکا متحده ایالتونو د لوی درستیز ستر جنرال مارک میلي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
دواړو چارواکیو د وروستیو پرمختګونو او یو زیات شمیر نورو مهمو مسئلو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړل.