د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د قالن لخوا د اروپايي ټولنې سره د مهمې لیدنې نه وروسته مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې اورزولا ون در لین او اروپايي ټولنې د شورا رئیس چارلس میشل سره د لیدنې نه وروسته وروسته څرګندونې وکړې. هغه وویل چې دا لیدنه په عمومي ډول مثبه تیره شوه. ولسمشر اردوغان د اروپايي ټولنې سره د ترکیې د اړیکو د راتلوونکي په اړه خپل لیدلوری بیان کړ. ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې نهایي هدف د اروپايي ټولنې پوره غړیتوب ترلاسه کول دي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د اروپايي ټولنې غونډه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپايي ټولنې د شورا رئیس د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې نه وروسته وویل چې د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځه د اقتصادي همکارۍ، کډوالۍ او خلکو ترمنځه د تماسونو او اړیکو د لا پیاوړې کولو په برخه کې د مثبتو ګامونو اوچتولو ته چمتو دي. د بله پلوه د اروپا د کمیسیون مشرۍ د ولسمشر اردوغان سره د لیدنې نه وروسته وویل چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د ګمرکي یووالي په برخه کې د موجودو ستونزو د حل په خاطر پدې تړون بیا کتنې په خاطر کار کوو.
د حریت ورځپاڼې « د بلامبرګ لخوا د ترکیې په اړه ډیر مهم خبر » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو اقتصادي ورځپاڼې بلامبرګ د ترکیې په وسلې سمبال بې پیلوټه الوتکې بیرقدار ټي بي ۲ په اړه خبر خپور کړی دی. په خبر کې راغلي دي چې ټي بي ۲ ډرون الوتکو په ځانګړې توګه په قره باغ کې د اذربایجان او ارمنستان او په لیبیا کې د ملي وفاق حکومت او کودتاچي حفتر ترمنځه د جګړې سیر بدل کړ. ترکیې بې پيلوټه الوتکو ارمنستان پوځ ته ستره ماتې ورکړه. همداشان په لیبیا کې هم کودتاچي حفتر ځواکونو ته ډیره ستره ماتې ورکړه .
د وطن ورځپاڼې « ددې انټرنټ پانې له لارې ټوله نړۍ کولی شي چې د خپلې خوښې توکي وپیري » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې د turkishsouq.com د انټرنټ پاڼې له لارې د انګلستان نه تر ایټالیا، د سویډن نه تر پرتګال او د روسیې نه تر اتریش، د کاناډا نه تر برازیل پورې د نړۍ ۴۷ مختفلو هیوادونو ته د تجاري توکو د صادراتو لپاره زمینه برابره شوې ده . ددې انټرنټ پاڼې له لارې د ترکیې شاوخوا ۳۰۰ زره ډوله توکي د نړۍ بازارونو ته عرضه کیږي.
د صباح ورځپاڼې « استانبول هوايي ډګر د ۱۷ زره الوتنو سره په اروپا کې په لومړي کتار کې ځای نیولی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د هوايي سیرسفر د امنیت تشکیلاتو ایروکنټرول د شمیرو له مخې استانبول هوايي ډګر د مارچ د لومړۍ او ۳۱ مو نیټو ترمنځه د ۱۷۴۰۷ الوتنو سره په اروپا کې په لومړي کتار کې ځای نیولی دی.