د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1599400
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « د اق قویو د اټومي انرژۍ د بټۍ د دریم فاز د بڼسټ ډبره کیښودل شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ترکیې د اق قویو د اټومي انرژۍ د بټۍ د دریم فاز د بڼسټ ډبرې د ایښودو په مراسمو کې وویل چې د ترکیې د ملي انرزۍ په زیربناګانو کې به اټومي انرژي هم اضافه کړو. دا ګام د انرژۍ د تدارک د امنیت په برخه کې اوچت شوی یو ډیر مهم ګام دی. ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه به هم د اټومي انرژۍ په برخه کې د نړۍ د مخکښو هیوادونو په کتار کې شامل کړو.

د حریت ورځپاڼې « وزیر چاووش اوغلو: دا به په منځنی اسیا کې د ترکیې معارف بڼسټ لخوا جوړیدونکی لومړنی ښوونځی وي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پرون د رسمي سفر په ترڅ کې د قیرغیزستان نه لیدنه وکړه. هغه وویل چې د ترکیې د معارف بڼسټ به په قیرغیزستان کې ښوونځي جوړ او پرانیزي. پدې ښوونځیو کې به په څلورو ژبو تدریس وشي. هغه وویل چې دا ښوونځي په منځني اسیا کې د ترکیې د معارف د بڼسټ لخوا جوړیدونکي لومړني ښوونځي دي. دا په اصل کې زمونږ لپاره د قیرغیزستان د اهمیت ښکارندويي کوي.

د وطن ورځپاڼې « د دفاع وزیر د خپل البانیايي سیال  سره ولیدل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار پرون په پلازمینه انقره کې د البانیا د دفاع وزیر نیکول پیلیشي سره لیدنه وکړه. دواړو وزیرانو پدې لیدنه کې په دوه اړخیزو او سیمه ایزو دفاعي مسئلو او دفاعي صنایعو په برخه کې پر همکاریو ، د همکاریو د کچې د لا لوړولو پر امکاناتو خبرې او تبادل د نظر وکړ.

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې او یونان ترمنځه د راتلوونکې غونډې نیټه معلومه شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزازت وویل چې د ترکیې او یونان ترمنځه راتلوونکې مشورتي غونډه به د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۶ او ۱۷ مو نیټو د یونان په پلازمینه اتن کې ترسره شي.

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د زغروال موټر اژدر یالچین پرله پسې بریالیتوبونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایعو تر چت لاندې طرحه ډیزاین او جوړ شوی د اژدر یالچین په نامه ۴ + ۴ زغروال موټر د پرمختللې ټکنالوژۍ، مقامت او خوندیتوب په برخه کې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو ترڅنګ د ناټو او ملګروملتونو په څیر د نړۍوالو سازمانونو توجه هم ځانته رااړولې ده .

د ترکیې د نوموړو زغروالو موټر نه د ناټو سازمان سربیره د ملګروملتونو سازمان هم  خپلو سوله ساتو ځواکونو لپاره استفاده کوي.

دا موتر نن ورځ په نړۍ کې د ترکیې په مهم برانډ بدل شوی دی. د اسیا نه نیولې د منځني ختیځ، افریقا، خلیج او اروپا پورې یو زیات شمیر هیوادونه ددې موټر نه استفاده کوي.

ددې موټر تولیدونکي شرکت لنډه موده مخکې د ملګروملتونو سازمان سره یو بل قرارداد هم لاسلیک کړ.

 



اړوند خبرونه