د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « په هوايي عملیاتو کې ۲۵ تنه ترهګر له منځه یوړل شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار تیره ورځ رومانیا ته د رسمي سفر د ترسره کولو نه وروسته وویل چې د عراق د هاکورک او قندیل په سیمو کې د ترهګرو پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې په هوايي بریدونو کې د پ ک ک ترهګري سازمان تش په نامه د مشرانو نه د یو په ګډون ۲۵ تنه ترهګر له منځه وړي دي. هغه وویل چې پدې اړه مو د استخباراتو د کانالونو نه راپورنه ترلاسه کړي دي.
د حریت ورځپاڼې « د اقتصادي ودې او همکاریو سازمان : ترکیه به ۵ عشاریه ۹ سلنه وده وکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اقتصادي ودې او همکاریو سازمان د ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ د اقتصادي ودې اټکل کچه چې د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په میاشت کې ۴ عشاریه ۲ سلنه اټکل کړې وه خپل اټکل کچه لوړه کړه. یاد شوي سازمان ویلي دي چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د واکسین او اضافه مالي ملاتړ پروګرامونو په نتیجه کې اقتصاد ځان راټول کړی دی او د همدې امله د اقتصادي ودې اټکل کچه د ۴ عشاریه ۲ سلنې نه ۵ عشاریه ۶ سلنې ته لوړو. همداشان د ترکیې لپاره اټکل شوې اقتصادي ودې کچه د ۲ عشاریه ۹ سلنې نه ۵ عشاریه ۹ سلنې ته لوړو.
د صباح ورځپاڼې « د دفاعي صنایع رئیس : ملي دفاعي سیستم هدف په ډیره دقیقه توګه له منځه یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملي او ځايي دفاعي سیستم هیسار تیره ورځ تر ټولو د لرې واټن او لوړې ارتفاع ازمایښتونه په بریالیتوب سره ترسره شول. د ترکیې د دفاعي صنایع رئیس اسماعیل دیمیر وویل چې د ترکیې ملي او ځايي دفاعي سیستم هیسار تر ننه پورې تر ټولو د لرې واټن او لوړې ارتفاع ازمایښتونه په بریالیتوب سره ترسره شول. تر ټولو د لرې واټن او تر ټولو د لوړې ارتفاع هدفونه يي په ډیره دقیقه توګه له منځه یوړل.
د وطن ورځپاڼې « وزیر ورانک : ډیر مهم ریکارډ » د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک تیره ورځ په خپلو څرګندونو کې وویل چې په تیرو ورځو کې په ۲۰۲۰ کال کې د ترکیې اقتصادي ودې اړوند ارقام خپاره شول. ترکیې په ۲۰۲۰ کال کې یو عشاریه ۸ سلنه اقتصادي وده کړې ده . ترکیه د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ سره سره اقتصادي ودې ته دوام ورکوونکی د نادرو هیوادونو نه یو دی. هغه وویل چې د ۲۰۲۱ کال د فبروري په میاشت کې د ترکیې صادرات تر ټولو لوړې کچه د ۱۶ میلیارده ډالرو نه اوښتي دي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د روښانه راتلوونکې خاوند سپورت لوبغاړو په لست کې یواځنی ترک ایرسین داستان اوغلو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سپورت د نړۍوالو څیړونو مرکز د روښانه راتلوونکي خاوند سپورت لوبغاړو په لست کې د ترکیې نه ځوان فوټبالر ایرسین داستان اوغلو ځای نیولی دی. ایرسین داستان اوغلو د ترکیې د بیشکتاش لوبډلې ګولکیپر دی. هغه پدې لست کې په پنځم کتار کې ځای نیولی دی.