د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1585865
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : د مارچ په میاشت کې به وضعیت ته په کتو سره بندیزونه پړاو په پړاو سپک کړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره ورځ د کابینې د غونډې نه وروسته په خپله وینا کې په هیواد کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې به چوکاټ کې د نیول شوو تدابیرو په ترڅ کې د اعلان شوو بندیزونو د لرې کولو په اړه وویل ، د روغتیا د وزارت د معیارونو له مخې د هیواد ولایتونه په څلورو کټګوریو ویشو  او د مارچ د میاشتې نه په اعتبار سره به دا بندیزونه پړاو په پړاو لرې کړی شي. ددې له مخې به ولایتونه د ټیټ، متوسط، لوړ او ډیر زیات لوړ خطر لرونکو ولایتونو باندې وویشل شي. ددې له مخې به بندیزونه هم پړاو په پړاو لرې کړی شي.

د ینې شفق ورځپاڼې « د انګلستان په رسنیو کې د ترکیې د په وسلو سمبال ډرون الوتکو ستاینه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان په رسنیو کې د ترکیې د په وسلو سمبال ډرون الوتکو په اړه ستاینې دوام لري. د ټیلیګراف ورځپاڼې لیکلي دي چې په ځانګړې توګه په قره باغ کې د ترکیې ډرون الوتکو د جګړې سیر بدل کړ. هلته د اذربایجان د بري یواځنی فکتور د ترکیې ډرون الوتکې دي.

د سټار ورځپاڼې « یونان بشري جنایتونو ترسره کولو ته دوام ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې یونان د کډوالو نه د ټیلیفونونو، د جیب پيسو او هر څه د اخیستو نه وروسته په زور سره د یونان نه شړي او مرګ ګواښ سره مخامخوي. دفاع وزارت ویلي دي چې په لسګونو تنه کډوال چې د ډیرې زیاتې سړې هوا له امله د مرګ ګواښ سره مخامخ ول ژغورلي دي.

د صباح ورځپاڼې « د ټرانسپورت وزیر لخوا د ترکسات ۵ اې په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو فضا ته د توغول شوي د ترکسات ۵ اې  د مصنوعي سپوږمه کۍ په اړه مهمې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې زمونږ ددې سپوږمه کۍ ټول سیستمونه تر اوسه پورې په ډیره ښه توګه او پرته د هر ډول ستونزې  دوام لري. سپوږمه کۍ مدار ته د رسیدو نه وروسته به د مدار په ازمایښتونو پيل وشي او د جون د میاشتې نه په اعتبار سره به په فعالیت پيل وکړي.

د حریت ورځپاڼې « ترکیې د جنوري په میاشت کې تر ټولو زیات ټرانسفر کوونکی څلورم هیواد دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په ۲۰۲۱ کال کې په نړۍواله کچه د فوټبال په برخه کې تر ټولو زیات ټرانسفر ترسره کوونکی څلورم هیواد دی. د فیفا د راپور له مخې په لومړي کتار کې اسپانیا، په دویم کتار کې پرتګال ، په دریم کتار کې انګلستان او په څلورم کتار کې ترکیه ځای لري.



اړوند خبرونه