د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1577178
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د نوي اساسي قانون بلنه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوي اساسي قانون د اړتیا نه یو ځل بیا یادونه وکړه. ولسمشر اردوغان وویل ټولو هغه کسانو ته چې د نوي اساسي قانون د جوړولو د بهیر سره غواړي مرسته وکړي زمونږ دروازې پرانیستي دي. دا نوی اساسي قانون به د ولسمشرۍ حکومتي سیستم او تاریخي ګامونو پر بڼسټ جوړ شي. ولسمشر اردوغان وویل چې موجود اساسي قانون یو څنګ ته کیښودل او نوي اساسي قانون جوړول به زمونږ د هیواد افقونه پرانیزي.

د حریت ورځپاڼې « امریکا : ترکیه د جدي پوتانشیل خاوند د تولیداتو یو مرکز دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په انقره کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر داوید ساترفیلډ وویل چې امریکا د ترکیې سره ډیرې ژورې ، پیاوړې او بریالۍ تجاري اړیکې لري او ددې اړیکو د تداوم ته ژمن دی. هغه وویل چې غواړو د ترکیې سره موجودي تجاري اړیکې لا پسې خوندي او پياوړې کړو. هغه وویل چې ترکیه د پانګوالۍ لپاره تر ټولو مناسب هیواد دی. ددې هیواد مثبت اړخونه قوي او ځوان نفوس او جغرافیوي موقعیت دی. دا هیواد د نړۍ هر ګوډ بازارونو ته د لاس رسي په تفاتطع نفطه کې شتون لري.

یعنې ددې هیواد نه کولې شۍ چې د نړۍ هر بازار ته لار وموندۍ.

د ینې شفق ورځپاڼه « په سږني تکنوفیسټ فیستیوال کې به د تکڼالوژۍ په برخه کې ۳۵ جلا جلا سیالۍ جوړ شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ تر ټولو ستر د هوايي او فضايي چارو فیستیوال تکنوفیسټ د څلورم ځل لپاره د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۲۱ مه نيټه په استانبول کې جوړیږي. دا فیستیوال به پنځه ورځې دوام وکړي.

دا فیستیوال چې د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې جوړیږي سږ کال به پکې د مخابراتي تکنالوژۍ، د جګړه کوونکي ډرون، ځیرکې ټکنالوژۍ، کولتور او توریزم تکنالوژۍ، کرنیز ډرون ماشین آلات او یو زیات شمیر نورو برخو کې سیالۍ جوړه شي.

د سټار ورځپاڼې « د نړۍوال بانک لخوا په ترکیه کې پانګه اچونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، نړۍوال بانک تیر کال په ترکیه کې د ترسره کړو پانګه اچونو په اړه وویل چې تیر کال په ترکیه کې د دونیم میلیاردو ډالرو د ۹ مهمو انکشافي پروژه مالي مسئولیت په غاړه درلود. د نړۍوال بانک د ترکیې ځانګړي استازي وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې به هم د ټولنیزو او اقتصادي ودې په برخه کې په یو زیات شمیر پروژه پانګه اچونه وکړي.

په ترکیه کې به د پانګه اچونې لړۍ دوام لري.



اړوند خبرونه