د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1576423
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « د بایدن دوره کې د ترکیې او امریکا ترمنځه لومړنی تماس » د سرلیک لاندې لیکلی دی ، د ترکیې ولسمشرۍ ویاند ابراهیم قالن د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار جک سالیوان سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په خبر کې راغلي دي چې په امریکا د بایدن حکومت پیدلیدو راهیسې د ترکیې او امریکا ترمنځه د لومړي ځل لپاره تماس ټینګ شو. قالن د سالیوان سره په پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې او امریکا د اړیکو ترڅنګ  د سوریې، لیبیا، ختیځې مدیترانې، قبرس،افغانستان، قره باغ او کووید ۱۹ ویرس پر وړاندې د مبارزې او اقلیم د بدلون په څیر په یو زیات شمیر مسئلو بحث او تبادل د نظر وکړ.

د ینې شفق ورځپاڼې « چاوش اوغلو شمالي قبرس ترک جمهوریت ته تللی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د  شمالي قبرس ترک جمهوریت د ولسمشر ایرسین تاتار سره د لیدنې نه وروسته خبري غونډې ته وویل " مونږ به یو ځل بیا د فدراسیون په خاطر مذاکرات ونکړو. هغه ددې خبرې دلایل هم وړاندې کړل.

هغه وویل چې ۵۲ کاله کیږي چې دا کار ممکن نشو نو ایا سبا ددې خبرې د مکان ضمانت څوک کوي؟ د همدې امله د قبرس د مسئلې په اړه باید د خپلواکه او مساوداتو پر بڼسټ ولاړ مذاکرات وشي. د  مساوي حقونو نه برښمند دوو دولتونو غوښتوونکي یو.

د سټار ورځپاڼې « د نړۍ نه فرمایشونه د باران په څیر راوریږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کارسان د شرکت یو تن جګپوړي چارواکي اوکان باش وویل چې سل په سلو کې برښنايي او پرته د چلوونکي بس موټر په اړه د نړۍ نه فرمایشونه راروان دي. هغه وویل چې دا بس موټر چې دوه ورځې مخکې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ولسمشر لخوا د امتحان نه وروسته نندارې ته وړاندې کړ د امریکا او رومانیا نه وروسته یو زیات شمیر نورو هیوادونو ددې بسونو د اخیستو په خاطر وړاندیزونه رالیږلي دي. هغه وویل چې په پام کې لري چې په لومړي ګام کې په ترکیه کې ددې بسونو نه په استفادې پيل وشي. هغه وویل چې په ترکیه کې به ددې بسونو نه لومړی د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په استفادې پيل شي.

د صباح ورځپاڼې « د سوداګرۍ وزیره: په صادراتو کې ریکارډ ټینګ شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیرې رخسار پیکجان وویل چې ترکیې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په میاشت کې د تیر کال همدې میاشتې په پرتله صادرات ۲ عشاریه ۵ سلنې په ډیریدو سره ۱۵ میلیارده او ۴۸ میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي. هغې ویلي دي چې دا رقم تر ټولو لوړ رقم دی.

د وطن ورځپاڼې « ترکش ایرلاین په اروپا کې په لومړي کتار کې خپل ځای حفظ کړی دی» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د هوايي سیروسفر د امنیت تشکیلاتو د شمیرو له مخې ترکش ایرلاین تیره اونۍ د ورځې په اوسط ډول د ۵۸۸ الوتنو سره په اروپا کې په لومړي کتار کې خپل مقام حفظ کړ.



اړوند خبرونه