د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1545790
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : د سیمې او نړۍ د رفاح ، هوساینې او استقرار په خاطر مبارزه کوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیې نه د چا حق خوړلی او نه هم  خپل حق يي په بل چا خوړولی دی. ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د لیبیا نه نیولې تر ختیځې مدیترانې او سوریې نه نیولې تر قفقاسونو پدې لویه جغرافیه کې ډیره مهمه دنده پر مخ وړو. د سیمې او نړۍ په هر ګوډ کې چې بې عدالتي شتون ولري مونږ يي په مقابل کې دریږو او غږ اوچتوو. د عدالت او همغږۍ د تینګښت په خاطر په نه سټرې کیدونکې توګه کار او هڅه کوو.

د وطن ورځپاڼې « اردوغان : ترکیه به هر څه ژر خپل ملي فضايي پروګرام اعلان کړي» د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیې خپل ټول سیاستونه د کرونا ویروس د وبا ناروغۍ د دورې نه وروسته دا دوره په فرصتونو او ګټو د بدلولو په څیر عیار کړي او جوړ کړي دي. مونږ په هیواد کې د کرونا نه وروسته دورې لپاره چمتوالی نیستو. ترکیه په هره برخه کې د معاصر مدنیتونو کچې ته د رسولو په خاطر جدي ګامونو اوچتولو ته دوام ورکوو. ولسمشر اردوغان وویل چې د کابینې په غونډه کې  د هیواد ملي فضايي پروګرام په اړه مونږ ته ډیر هر اړخیز معلومات راکړل. انشاالله هغه ورځې ډیرې نږدې دي چې ترکیه به خپل بیرغ په فضا کې ورپوي. په نږدې راتلوونکو ورځو کې به د فضايي پرورګرام په اړه هیوادوالو ته معلومات ورکړو.

د سټار ورځپاڼې « خلوصي اکار: په ختیځه مدیترانه کې به هیچا ته زمونږ د حقونو اجازه ورنکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې په ختیځه مدیترانه کې به د هایدروکاربن د پلټون په د فعالیتونو په مسئله کې هیچا ته د ترکیې او شمالي قبرس ترک جمهوریت د حقونو خوړولو ته اجازه ورنکړو.

اکار وویل چې یونان په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې سره د خپلې ستونزې د حل پر ځای د اروپايي ټولنې او نورو دروازو نه د مرستې غوښتنه کوي. دا هیواد باید پدې پوه شي چې دا د حل لاره نده.

د ینې شفق ورځپاڼې « د صنایع تولیداتو په برخه کې ترکیه ډیره قوي ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې اکتوبر په میاشت کې د صنایع تولیداتو اندیکس یو عشاریه یو او کلني تولیداتو کچه ۱۰ عشاریه ۲ سنله لوړ شوي دي. د ترکیې د صنایع او تکنالوزۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې د اکتوبر په میاشت کې د صنایع د تولیداتو په برخه کې ترکیه ډیره قوي ده. ترکیه خپل هدف ته ګام په ګام نږدې کیږي.

د سټار ورځپاڼې «  د ترکي نړۍ د موټرو برانډ ګون سل » د سرلیک لاندې لیکلي دي د شمالي قبرس ترک جمهوریت ځايي موټر ګون سل د ۲۰۲۰ کال د موټرو بازار ته وړاندې کړ. د بوسینا هرزګوینا، بولیوي، قطر او مکسیکو په ګډون د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو ددې موټر نه د ترکي نړۍ د موټر په توګه یادونه کړې ده . ټولو ددې پرمختګ نه ډیره ستاینه کړې ده .



اړوند خبرونه