د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1535523
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « د ترکیې او قطر ترمنځه مهم تړونونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون ترکیې ته راغلي د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان د قطر د امیر نه د ځانګړو رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړ. ولسمشر اردوغان او ال ثاني د بیشتبې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې دوه په دوه لیدنه وکړه او وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځه په یو زیات شمیر برخو کې تړونونه لاسلیک کړل. د ترکیې او قطر ترمنځه لس جلا جلا تړونونه د ولسمشر اردوغان او قطر د امیر په حضور کې لاسلیک شول.

د سټار ورځپاڼې « اوکتای: د فلسطین  د مسئلې په اړه باید ګډ دریځ غوره کړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د نوي ډول کرونا ویروس له امله په انلاین ډول جوړه شوې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو اقتصادي او تجاري همکاریو دایمي کمیټې په ۳۶ مه غونډه کې په انلاین توګه ګډون وکړ. هغه دلته په خپله وینا کې وویل چې د فلسطین د مسئلې په اړه باید ټول ګډ دریځ خپل کړو. د همدې امله د فلسطیني ورورنو او اسلام امت د توقعاتو سره سم باید هر څه ژر لازم ګامونه اوچت کړو.

د وطن ورځپاڼې « د ترکیې د ملي شورا رئیس : ملګروملتونو  سازمان د خپل تاسیس د اهدافو نه لرې کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ تیره ورځ په خپله وینا کې وویل چې ، د نړۍوالو سازمانونو یوه برخه او په ځانګړې توګه د ملګروملتونو سازمان د خپل تاسیس د هدف نه د هرې ورځې په تیریدو لرې کیږي. نړۍوال سازمانونه باید د معلومو هیوادونو نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره خدمت وکړي. هغه وویل چې ملګروملتونو سازمان جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري.

د خبرترک ورځپاڼې « د دفاع د وزیر لخوا د فرانسې پر خلاف ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د فرانسې د مشرانو جرګې لخوا تش په نامه د قره باغ جمهوریت د په رسمیت پیژندو د پریکړې پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود. هغه وویل چې فرانسه د مینسک د ډلې غړی او مادل مشر هیواد دی چې د همدې امله دا  هیواد باید بې طرفه وي . خو د فرانسې د مشرانو جرګې پریکړې دا وښوده چې دا هیواد بې طرفه ندی. هغه وویل چې فرانسه د قره باغ د ستونزې د حل نه بلکې ستونزو اصلي سرچینه ده. دې هیواد دا خبره یو ځل بیا ټولو ته په ډاګه کړه.

د ینې شفق ورځپاڼې « د کورنیو چارو وزیر : ترکیې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د لومړي ځل لپاره پدې پیمانه پرمختګ کړی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وویل چې ترکیې نن ورځ د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې لومړی ځل دی چې پدې پیمانه پرمختګ کړی . په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره د ترهګرو کچه پدې اندازه راټیته شوې ده . په ترکیه کې د ترهګرو شمیره ۳۲۰ تنو ته راټیټه شوې ده .



اړوند خبرونه