د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

1534593
د ترکیې د ورځپانو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د ځايي واکسین په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ په ملي شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته په وینا کې  د ځايي واکسین په اړه زیری ورکړ. ولسمشر اردوغان وویل چې د کرونا ویروس د ناروغۍ پر خلاف د مبارزې په برخه کې ډیر جدي او مهم پرمختګ کړی او ډیرې حساسې مرحلې ته رارسیدلي یو. د ترکیې ځايي او ملي واکسین به د نوي کال د اپریل تر میاشتې تطبیق ته چمتو شي.

د حریت ورځپاڼې «  د ملي امنیت د شورا د غونډې نه وروسته خپره شوې اعلامیه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، تیره ورځ د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د بیشتپې  ولسمشرۍ په مجتمع کې د ملي امنیت شورا غونډه وشوه. د غونډې نه وروسته اعلامیه خپره شوه. په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې په ختیځه مدیترانه کې د اروپايي ټولنې د سمندري ځواکونو لخوا پر لیبیا د لګول شوو بندیزونو د څار په چوکاټ کې د ترکیې د یوې تجاري کښتۍ د پلټو په اړه سخت غبرګون ښودل شوی او دا ګام د نړۍوالو قواننیو او حقوقو پر خلاف بلل شوی دی. دا عمل غندل شوی دی. په اعلامیه کې راغلي دي چې د یادې شوې پیښې په اړه به ترکیه ډیر جدي ګامونه اوچت کړي او لازم ځواب به ورکړي.

د سټار ورځپانې « وزیر کوجا : لومړنی ځايي او ملي واکسین مو تطبیق ته اماده دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخر الدین کوجا وویل چې ترکیې د ځان بساینې په برخه کې او اوچتو کړو ګامونو په چوکاټ کې د تیتانوس واکسین تولید کړ. دا واکسین د تطبیق لپاره چمتو دی.  د بله پلوه وزیر وویل چې د کرونا ویروس واکسین چارې هم په بریالیتوب سره پر مخ روان دي او د اپریل د میاشتې پورې به دا واکسین هم تطبیق ته چمتو شي.

د صباج ورځپاڼې « وزیر ورانک : ترکیه په لومړنیو پنځو هیوادونو کې دی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل ترکیه د بادي برښنا د توربینونو د تولید په برخه کې د اروپا د پنځو هیوادونو نه یو دی.

په ترکیه کې ډیر ستر تاسیسات جوړ شوي  او تولید کچه يي هم ډیره لوړه ده.

د خبرترک ورځپاڼې « په کارامان کې ډیر مهم کشف » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کارامان ولایت د ایرمینک د ولسوالۍ په درې سیمو کې د روانو تاریخي کیندولو په ترڅ کې په لسګونو د تیګو نه جوړ قبرونه وموندل شول. همداشان ددې کیندونو په ترڅ کې د روم دورې اړوند مهم اثار موندل شوي دي.



اړوند خبرونه