د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1522387
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « د اذربایجان د مځکنۍ بشپړتیا نه باید پوره ملاتړ وشي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش ، تیره ورځ د اروپا شورا د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ویدیو کنفرانس له طریقه د ګډون په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې معلومات ورکړل. چاوش اوغلو وویل چې پدې غونډه کې مو ددې خبرې په ټینګار وویل چې هر سړی باید د اذربایجان د مځکنۍ بشپړتیا نه پرته د قید او شرط نه ملاتړ وکړي.

د وطن ورځپاڼې « د خزانې او مالیې وزیر: ترکیې اقتصاد د تولیداتو سره وده کوي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق  د ترکیې او نړۍ د اقتصادي پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې د ترکیې اقتصاد د تولیداتو سره وده کوي. هغه وویل چې د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د ترکیې اقتصاد په ډیره قوي توګه په ځان راټولو پيل کړی دی.

د خبرترک ورځپاڼې « د تجارت وزیره : د مځکې له لارې اروپا ته صادراتو کې ریکارډ» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د تجارت وزیرې رخسار پیکجان وویل چې یواځې د اکتوبر په میاشت کې د ترکیې نه د مځکنیو سرحدي دروازو نه  د کاپي کوله د سرحدي دروازې له لارې ۷۰ زره ۶۹۴ ټیلري لارۍ، د حمزه بای ایلي دروازې له لارې ۲۶ زره ۷۴ ، د اپسالا سرحدي دروازې له لارې ۸ زره ۷۰۰ ټیلري لارۍ په ګډون جمعآ څه باندې ۱۰۰ زره ټيلري لارۍ تیرې شوي دي. هغې ویلي دي چې دا یو ریکارډ دی.

د حریت ورځپاڼې « د تورې بحیرې د سومون کبانو صادرات ۳۳ سنله لوړ شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په تیرو لسو میاشتو کې په ترکیه کې د توري بحیرې د سومون کبانو صادرات د ۳۳ سلنې په لوړیدو سره ۴۶ میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي. تر ټولو زیات صادرات روسیې، ویتنام او رومانیا ته ترسره شوي دي.

د سټار ورځپاڼې « د سلچوق بیرقدار مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د بیرقدار تکنالوژۍ د شرکت د تخنیکي چارو رئیس سلچوق بیرقدار وویل چې د ترکیې ملي او ځايي په وسلو سمبال بې پیلوټه تعرضي الوتکې بیرقدار اقنجي د لومړي ځل لپاره د کنټرول مرکز نه لرې په یو بل میدان کې د الوتنې او کیناستو امتحان په بریالیتوب سره سرته ورسو. هغه وویل چې اقنجي ډرون الوتکې په خپلواکه توګه د الوتنې او ناستې امتحان د کنټرول  د مرکز نه لرې په بل میدان کې په بریالیتوب سره سرته ورسید.



اړوند خبرونه