د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1508816
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزیر ډیر سخت غبرګون : تاسې څوک یاست » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې د پوښتنې ځواب کړې. بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې ان لینډ ددې څرګندونو په غبرګون چې ترکیې ته د سوریې نه د وتو په خاطر خبرداری ورکوو وویل

« تاسې دا صلاحیت د چا نه اخیستی دی چې د ترکیې نه د سوریې نه غوښتنه کوۍ یا ترکیې ته خبرداری ورکوۍ. مونږ د سوریې ویشل نه غواړو. مونږ د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف چې د سوریې د ویشلو هڅه کوي پر خلاف مبارزه کوو. خو تاسې د پ ک ک سره چې د سوریې د ویشلو هڅه کوي مرسته کوۍ او بیا د ترکیې نه د وتو غوښتنه کوۍ.»

د ینې شفق ورځپاڼې « چیلیک : ارمنستان په ظالمانه توګه پر ملکي وګړو بریدونه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک د ګوند د مرکزي شورا د غونډې نه وروسته وویل ( د قره باغ خاوره د اذربایجان ده او ارمنستان اشغال کړې ده. ارمنستان په ښکاره توګه نړۍوالو حقوقو نه سرغړه کوونکی دی. ارمنستان د یو ظالم دولت په توګه د اذربایجان پر پوځ او ملکي وګړو بریدونه کوي. ترکیه د اذربایجان لخوا د نیول کیدونکي هر ډول تدبیر نه ملاتړ کوي. هغوې چې څه ډول پریکړه کوي مونږ يي تر شا ولاړ یو او ملاتړ ترینه کوي.

د حریت ورځپاڼې « وزیر البیرق د اقتصادي  پراختیا او همکاریو سازمان کې لومړی او په نړۍ کې په دویم مقام کې یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د ترکیې د صنعي تولیداتو په اړه د شمیرو په اړه وویل ( ترکیه د اقتصادي پراختیا او همکاریو د سازمان د غړیو هیوادونو په منځ کې په لومړي او په نړۍ کې په دویم کتار کې قرار لري . ترکیه د اګست په میاشت کې صنعي تولیداتو کچه ۱۰ عشاریه ۴ سلنه ودې سره ډیر لوړې کچې ته رسیدلی دی. د ترکیې د عوایدو ایندکس ۲۳ عشاریه ۵ سلنه لوړ شوی دی.

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې ملکي هوايي شرکت په اروپا کې په دویم کتار کې ځای ونیو» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د هوايي سیروسفر د امنیت تشکیلاتو د شمیرو له مخې ترکیې د هوايي کرښو شرکت په اروپا کې تر ټولو زیات الوتنې کوونکو شرکتونو په منځ کې دویم مقام خپل کړی دی. ترکیې هوايي کرښو شرکت یو ځل بیا ډیر لوړ مقام کې ځای ونیو.

د سټار ورځپاڼې « دونمز  د قانوني د پلټنو کښتۍ تورې بحیرې پر لوري روان شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز د ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د قانوني د انرژۍ د پلټنې کښتۍ د مارسین ولایت د تاش اوجو په بندر کې لنګر واچو.

قانوني کښتۍ به دلته د خپلو اکمالاتو د پوره کولو نه وروسته تورې بحیرې پر لورې حرکت وکړي.



اړوند خبرونه