د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1503466
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په یوې ډیرې بریالۍ دوره کې قرار لرو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې د غونډې نه وروسته په خپله وینا کې وویل چې ترکیه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې تر ټولو په بریالۍ دوره کې قرار لري. تاریخي بریالیتوب مو ترلاسه کړی دی. همداشان پدې دوره کې په یوه ډیره پراخه جغرافیه کې مو د خلکو سره جوړې کړۍ   دوستۍ اړیکو او ورورولۍ ته د یو ستر ملاتړ په سترګه ګورو.

د حریت ورځپاڼې « د چاوش اوغلو او ستولتنبرګ څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون په پلازمینه انقره کې د ناټو عمومي  سکرتر ینس ستولتنبرګ سره چې د رسمي  سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی وو د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

چاوش اوغلو خبري غونډې ته د ارمنستان لخوا د اذربایجان پر خاوره او ملکي وګړو او ملکي میشتو سیمو د بریدونو په اړه وویل چې دا جنګي جنایت او بشري جنایت دی. هغه وویل چې ارمنستان جنګي جنایت ترسره کوي. له بده مرغه ۳۰ کاله کیږي چې دا ستونزه دوام لري او د حل په برخه کې تر اوسه پورې هیڅ کوم غوڅ ګام ندی اوچت شوی.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې اذربایجان تر اوسه پورې د ترکیې نه د مرستې غوښتنه کړې ده ؟ وویل ، نه تر اوسه پورې د مرستې غوښتنه نده کړې خو که چیرې غوښتنه وکړي مونږ ته چمتو یو. هر ډول مرستې ته حاضر یو.

د بله پلوه ستولتنبرګ وویل چې مونږ وضعیت د نږدې نه تعقیبوو . جدي  اندیښنې لرو. دا نښتې باید هر څه ژر پايته ورسیږي.

د صباح ورځپاڼې « د ولسمشرۍ د ویاند قالم لخوا د ماکرون پر خلاف سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون د هغه څرګندونو پر خلاف چې ویلي وو اسلام د جدي بحران سره مخامخ دی ډیر سخت غبرګون وښود. هغه د ماکرون ددې څرګندونو نه  د پارونکو او اسلام دښمینو ته د لمن وهونکو څرګندوندو په توګه یادونه کړې ده .

قالن د خپل ټویټر حساب له لارې په خپور کړي  پیغام کې ویلي دي چې فرانسه باید خپلې خطاګانې او ماجراګانو پړه اسلام او مسلمانانو وانچوي. د فرانسې دا ډول دریځ او چلند د منلو وړ ندی.

د وطن ورځپاڼې « یاوز د انرژۍ سروې او تحقیقاتي کښتۍ د سلجوقلو یو په کوهي کې د برمه کارۍ چارې پایته ورسیدې » د ترکیې د انرژۍ او طبعي انرژۍ وزارت وویل چې د یاوز سروې او تحقیقاتي کښتۍ د سرویس او اکمالاتو په خاطر مرسین ولایت تاش اوجو بندر ته راستنه شوه.

انرژۍ وزارت ویلي دي چې د یاوز کښتۍ د اپریل په ۲۴ مه نیټه په مدیترانه کې د سلجوقلو په نامه د انرژۍ په کوهي کې پیل کړي  د برمه کارۍ چارې د پایته رسولو نه وروسته دویمې دندې ته ځان چمتو کوي.

نوموړې کښتۍ د مارسین ولایت د تاش اوجو بندر ته راستنه شوې ده. د سرویس او اکمالاتو نه وروسته به خپلې نوې دندې ته دوام ورکړي.

د سټار ورځپانې « امریکايي مجله : د ترکیې دښمنانو ته ډیرې ستخې ورځې په انتظار کې دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا د فاربس مجلې د ترکیې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده . مجلې پدې مقاله کې د ترکیې د بې پيلوټه الوتکو نه د ستاینې سره ویلي دي چې د ترکیې دښمنانو ته ډیرې سختې ورځې انتظار باسي. په مقاله کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي  دي چې د ترکیې د بایرقدار اقنجي تعرضي بې پيلوټه الوتکه د ترکیې امنیتي ځواکونو ته د استخباراتو، څار او هدفونو د لمنځه وړو په برخه کې ډیر ستر امکانات برابروي او دا الوتکې به په راتلوونکو لسو کلونو کې نوې موازنې رامنځته کړي.



اړوند خبرونه