د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1495288
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبر ترک ورځپانې « ولسمشر اردوغان : د ملګروملتونو د امنیت شورا شورا ساختار عادل ندی » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو سازمان د تاسیس د ۷۵ کلیزې په مناسبت  او د ملګروملتونو  د عمومي‌ اجلاس د ۷۵ مې دورې پرانیستو په خاطر ویدیويي پيغام استولی دی. سیستم نه د نښتو په مخنیوي او نه هم د پیل شوو نښتو د پایته رسولو په برخه کې اغیزمن دی.

 

ولسمشر اردوغان ویلي دي‌ چې د ملګروملتونو سازمان د اغیزمنتیا په خاطر د هر څه نه مخکې د امنیت په شورا کې باید جدي‌ اصلاحات رامنخته کړی شي.

ولسمشر اردوغان ویلي دي‌ چې د ټولو ادعاګانو سره سره د ملګروملتونو سیستم نه د نښتو په مخنیوي او نه هم د پیل شوو نښتو په پایته رسولو کې اغیزمن دی.

هغه ویلي دي‌ چې د نړۍ د څه باندې ۷ میلیاردو انسانانو برخلیک یواځې  د پنځو هیوادونو انصاف ته پریښود ستره بې عدالتي ده. ددې ډول یوې امنیت شورا ساختار  هیڅ عادل ندی او ددې ترڅنګ متداوم هم ندی. د تیرو پیړیو د ضروریاتو له مخې جوړ شوي‌ ساختارونه ننو اړتیاوو او ځواب ویلی نشي چې پدې خبره ټول ډیر ښه پوهیږي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د ځايي‌او ملي‌ کرونا ضد واکسین بازار ته د عرضه کیدو نیټه معلومه شوه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي چې په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په ترڅ کې د کرونا ویروس ضد د واکسین چارې په چټکۍ سره دوام لري. 

ته تیر شوي‌ یو. د ترلاسه شوو تجربو له مخې مو  نوې ستراتیژې ګانې جوړې کړي‌ دي.

 

ولسمشر اردوغان وویل چې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې په اتو د کرونا ضد واکسین باندې چارې دوام لري‌ لري چې ددوې له جمع نه د دوو  چارې يي وروستي پړاو ته رسیدلي دي. د دوو واکسینونو په حیواناتو باندې ازمایښتونه په بریالیتوب سره سرته رسیدلي‌ دي.

 

 د ۲۰۲۱ کال په لومړنیو میاشتو کې د کرونا ضد واکسین بازار ته د وړاندې کولو پلان لرو. 

 

د وطن ورځپاڼې « ترکیه د ملي‌ عوایدو په مقایسې سره د نړۍ تر ټولو زیات مرسته کوونکی هیواد دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه په نړۍ کۍ د ملي عوایدو له پلوه تر ټولو زیات مرسته کوونکی هیواد دی. هغه وویل چې ترکیې د خپلو موجودو امکاناتو سره د نوي‌ ډول کرونا ویروس اوبا ناروغۍ له کبله د رامنځته شوو ستونزو او مشکلاتو د خفیفولو په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کړې. 

ولسمشر اردوغان د کرونا ویروس اوبا ناروغۍ پر مهال د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو سره مرستو ته په اشارې سره وویل « ترکیې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو سره مرسته کړې ده. ترکیې دا پرې د دینې، ژبې، قوم، دین، مذهب او رنګ ترمنځه د تبعیض او هر ډول توپیر پرته د ۱۴۶ هیوادونو سره کړي‌ دي. ترکیې د نړۍ د ۱۴۶ هیوادونو سره د طبي‌ توکو، طبي‌ تجهیزاتو او درملو مرسته کړې ده.

 

د حریت ورځپاڼې « ترکیه په کرنیزه وده کې په اروپا کې په دویم کتار کې ځای لري » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق وویل چې ترکیې په کرنیزه وده کې د اروپا د یو زیات شمیر هیوادونو نه پرمختګ کړی او په دویم کتار کې ځای نیولی دی. هغه وویل چې زمونږ هدف د نړۍ او اروپا د مهمو هیوادونو په کتار کې ځای نیول دي چې دې هدف ته رسیدلي‌ یو. هغه وویل چې د همدې امله د هیواد د ټولو بزګرانو او زیارکښو نه مننه کوم او هغوې ته مبارکي وایم.

 

د صباح ورځپاڼې « ځايي او ملي‌ ویدیو کنفرانس پروګرام په بریالیتوب وازمایل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي د امنیتي‌ او دفاعي‌ غونډو په خاطر په دریو ورځو کې د ۲۴ هیوادنو نه د ترکیې د ځايي‌او ملي‌ ویدیو کنفرانس پروګرام  مونږ مونږه سره ۷۰۰ غونډې ترسره شوي‌ دي. نوموړي‌ پروګرام په نړۍواله کچه خپل لومړنی امتحان په بریالیتوب سره سرته ورسو.

 

 



اړوند خبرونه