د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورخپاڼې « ابراهیم قالن : هیڅوک د ترکیې د ګواښلونو ، شانتاژ او ګوت څنډونو نه کومه نتیجه ترلاسه کولې نشي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ویاند ابراهیم قالن په ختیځه مدیترانه کې موجودو ستونزو ته په اشارې سره وویل « د ترکیې پر وړاندې د تحریمونو، شانتاژ او یا د ګواښونو نه هیڅوک کومه نتیجه ترلاسه کولې نشي. اروپايي سیاستوال نور باید پدې خبره پوه شي. هغه برخې چې ګمان کوي ترکیه به په تحریمونو او یا د ګواښونو سره په ختیځه مدیترانه کې د خپلو حقونو نه لاس واخلي غلط فکر کوي. دوې بیهوده هلې ځلې کوي. ترکیه هیڅوخت د ذرې په اندازه د خپل حق او حقوقو نه لاس نه اخلي.
د وطن ورځپاڼې « د لیور پورل ښاروالې لخوا د ترکیې ستاینه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د لیورپول د ښار ښاروالې انا روتیري چې د رخصتۍ په خاطر د ترکیې د موغلا ولایت د فتیجه ولسوالۍ ته ترجیح ورکړې ده په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف د نیول شوو تدابیرو نه ستاینه وکړه.
هغې وویل چې په ترکیه کې په هره برخه کې او په خانګړې توګه د ګرځندوی په برخه کې د کرونا ویروس پر خلاف پدې لوړه کچه د نیول شوو تدابیرو تر اغیزو لاندې راغلم. هغې وویل چې په هوټل کې، ټولې فتحیه ولسوالۍ او مړ سمندر کې نیول شوي تدابیر په واقعیت چې د ستایلو وړ دي.
د حریت ورځپاڼې « انتالیا ته څه باندې دوه میلیونه تنه ګرځندویان راغلي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، پداسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس اوبا ناروغي دوام لري د ترکیې د ګرځندوی مرکز د روان میلادي کال د جنوري د لومړۍ او سپټمبر تر ۱۳ مو نیټو ترمنځه د څه باندې ۲ میلیونو تنو ګرځندویانو کوربه توب کړی دی.
د ترکیې د انتالیا ولایت چې سالم او ډاډمن رخصتۍ امکانات برابر کړي دي په ځانګړې توګه د روسیې، اوکراین، جرمني، انګلستان او پولنډ په ګډون د نړۍ د څه باندې ۱۷۰ هیوادونو نه دوه میلیونه او ۳ زره او ۹۴۶ تنه ترکیې ته راغلي دي.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې لومړني الوتونکي موټر جزایري په نړۍوالو رسنیو کې د پام وړ انعکاس موندلی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې په ځايي او ملي امکاناتو طرحه او جوړ شوی الوتونکي موټر په نړۍوالو رسنیو کې د پام وړ انعکاس موندلی دی. د انګلستان مشهور خبري اژانس رویټرز د اونۍ د مهم پرمختګ تر سرلیک لاندې د ترکیې د الوتونکي موټر ویدیو خپره کړې ده . همداشان یو زیات شمیر بهرنیو رسنیو د ترکیې د الوتوونکي موټر پروژې ته پراخه ځای ورکړی دی.
د سټار ورځپاڼې « ملي ویدیو کنفرانس پروګرام لومړنی امتحان په بریالیتوب سره تیر کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اسلسن شرکت اړوند د بیتس شرکت لخوا جوړ شوی د ځايي ویدیو کنفرانس پروګرام مونږ مونږه په نړۍواله کچه وازمایل شو. نوموړي پروګرام په بریالیتوب سره ازمایل شوی دی.