د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1492911
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د حریت ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : ټول پدې پوه شوي چې ترکیه د هیڅډول زور زیاتي په مقابل کې سر نه ټیټوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب ارودغان د ستاینې د مډالونو په مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې د ختیځې مدیترانې مسئلې ته په اشارې سره وویل چې په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې او شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت د مشروع حق او حقوقو نه به تر وروستۍ شیبې دفاع وکړو. ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه په مدیترانه کې تر ټولو د اوږدو سواحلو خاوند هیواد دی. خو ځیني‌ هیوادونه غواړي چې مونږ  په کوچني‌ ساحل کې حپس کړي چې دې ته به هیڅکله هم اجازه ورنکړو. نن ورځ پدې ټول پوه شوي‌ دي چې ترکیه د چا زور زیاتي‌ ته غاړه نږدي‌ او سر نه ټیټوي.

 

د خبرترک ورځپاڼې «‌د ولسمشر د ویاند لخوا په اروپايي ټولنې د عدالت غږ » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن د اروپا بهرنیو اړیکو شورا  په نامه د ادارې لخوا  په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې رول، نښتې او تدابیر او مذاکراتو هیلې تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته وینا وکړه. قالن دلته ددې خبرې په ټینګار وویل چې اروپايي ټولنه باید د ختیځې مدیترانې په مسئله کې د یو منځګړي‌ په توګه چلند وکړي. ټولنه باید یواځې د یو غړي‌ د ګټو په اطرافو کې ونه څیرخییږي.

 

د سټار ورځپاڼې « چاوش اوغلو د ناټو د سکرتر سره د مدیترانې د مسئلې په اړه خبرې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د ناټو د عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ سره ټيلیفوني خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې چاوش اوغلو د ینس ستولتنبرګ سره پدې ټيلیفوني‌ خبرو کې په ځانګړې توګه د ختیځې مدیترانې په مسئلې خبرې وکړې.

 

د صباح ورځپاڼې « د ځايي او ملي‌ محاربوي‌ ډرون الوتکې اق سونګور ستر بری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هوايي‌ او فضايي صنایع لخوا طرحه او تولید شوې د اق سونګور په نامه بې پیلوټه الوتکې د لومړي‌ ځل لپاره د پوره مهماتو سره یو ځای ۲۰ زره فوټه ارتفاع ته ورسید او  څه باندې یوه ورځ لپاره پدې ارتفاع کې په هوا کې پاتې شوه.

 

د ینې شفق ورځپاڼې  لیکلي‌ دي‌ چې د ترکېې د موټرو سکټور د روان کال په لومړنیو اتو میاشتو کې د ۵ عشاریه ۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات کړي‌ دي.

ویل کیږي‌ د صادراتو تر نیمايي ډیر فرانسې، جرمني، انګلستان، ایټالیا او اسپانیا ته ترسره کړي‌ دي. 



اړوند خبرونه