د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1486714
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا یونان ډیر سخت خبرداری » د ترکیې ولسمشر  رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې د غونډې نه وروسته وویل چې ترکیه په سیمه کې یو ډیر قوي‌ او پیاوړی هیواد دی. ولسمشر اردوغان وویل چې « پدې وروستیو  ورځو کې په ختیځه مدیترانه او ایژې سیمو کې  یو شمیر برخې چې د تاریخ نه سبق و عبرت ندی اخیستی غواړي‌ چې  د ترکیې حق او حقوقو د خپو لاندې کړي . خو مونږ   پر هغوې غږ کوو چې نن وي او که  سبا مجبور  دي‌ چې حقیقت ته غاړه کیږدي.

مونږ پر دوې غږ کوو چې د خپل هیواد او هیوادوالو امنیت او استقرار د خطر سره د مخامخ کولو په بیه د ترکیې پر وړاندې د دریدو نه لاس واخلي.

ولسمشر اردوغان وویل ویره لرم چې د ورځ د رارسیدو سره دا برخې ډیرې سترې بیې پرې کړي

 

د صباح ورځپاڼې «‌ د ناټو د سازمان د مهمو مقاماتو سره د خلوصي اکار » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار د ناټو سازمان د پوځي‌ کمیټې د رئیس ستر جنرال ستوآرت پيچ سره لیدنه وکړه. د دفاع وزارت لخوا په خپور شوي‌ بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د خلوصي‌ اکار او ستوآرت پيچ ترمنځه په لیدنه کې د ختیځې مدیترانې په روانو حالاتو، د ناټو د عمومی‌ سکترتر په هلو ځلو او د ناټو په مسئلو خبرې کړي‌ دي.

 

د سټار ورځپاڼې « د اوکراین د الوتکو جوړولو شرکت انتونوف د ترکیې سره په ګډه د الوتکو  د جوړولو غوښتنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلی دي،د اوکراین د الوتکو جوړولو مهم شرکت انتونوف مشر اولکساندر لوس د ترکیې د وروستیو هلو ځلو تر تاثیر لاندې راغلی دی او غواړو چې ترکیې سره په ګډه الوتکه تولید کړو.

هغه ترکیې ته وړاندېز کړی چې د ای ان ۱۷۸ الوتکې د تولید په بهیر کې ګډون وکړي.

 

د خبرترک ورځپاڼې « په صبیحه ګوکچن کې د مساپرو شمیر مخ په لوړیدو ده »  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د استانبول د صبجه ګون نړۍوال هوايي ډګر  د اګست په میاشت کې د ترسره کړو الوتنو او مساپرو شمره اعلان کړه. په اګست میاشت کې ددې هوايي ډرګ نه یو میلیون او ۸۱۳ تنو مساپرو ددې میدان نه الوتنې کړی . د ویلو د چې دا رقم  د جولای په میاشت کې ۴۸ سلنه لوړ شوی دی.

 

د وطن ورځپاڼې « امریکا ستر شرکت معدني‌ غوړي  په ترکیه کې  تولیدوي » د سرک لاندې لیکلي‌ دي ، پطرول افیس د امریکا شیورون برانډ انټرنیشنل ترمنځه د معدني‌ غوړو په برخه ک ېد لیسانس، تولید، ویش او بازار موندنې په برخه کې اوږد واټنه تړون لاسلیک شو. دې شرکت په ترکیه کې خپل تولیدات پطرول افیس ته وسپارل..

پطرول افس په پام کې لري‌ چې په ۲۰۲۱ کال کې په تولیداتو پيل وکړي

 

 



اړوند خبرونه