د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « اردوغان د سراج سره د لیبیا په اړه مهمه غونډه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دی، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لیبیا د ملي وفاق حکومت د لومړي وزیر فیض السراج سره په استانبول کې لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې د لیبیا په وروستیو حالاتو او وضعیت،دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسئلو خبرې وکړې.پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه به د لیبیا د مشروع حکومت نه چې د ملګروملتونو د سازمان لخوا هم په رسمیت پيژندلی دی مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړي.
د وطن ورځپاڼې « ملي دفاع وزارت لخوا د اوروچ رئیس په اړه پيغام : هیڅډول بدماشۍ او زور زیاتي ته اجازه نه ورکوو »د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې تر واک لاندې په سیمه کې د انرژۍ د پلټون په چارو بوخته د اوروچ رئیس تحقیقاتي کښتۍ په اړه یو پيغام کې خپور کړی دی. په پیغام کې راغلي دي چې ترکېې دفاع وزارت د هیواد د حق او ملي ګټو نه د دفاع په خاطر د اوروچ رئیس کښتۍ دفاع ته دوام ورکوو. په سیمه کې هیڅډول بې عدالتۍ او زورزیاتي ته به اجازه ورنکړو.
د سټار ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزارت لخوا د کوسووا پر خلاف سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د کوسووا لخوا په اسرائیل کې خپل سفارت. دتل ابیب پر ځای بیت المقدس کې د پرانیستو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. ترکېې بهرنیو چارو وزارت بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د نړۍوالو حقوقو نه ښکاره تیری په توګه منل شوی دا ډول یو ګام د کوسووا د مقاماتو لخوا يي په اړه فکر کوم هم ټول د ناهیلۍ سره مخامخ کړي دي. ترکیه په کوسووا باندې غږ کوي چې کیدای شي ستاسې دا پریکړه د بیت المقدس تاریخي او حقوقي موقف او د نورو دولتونو لخوا کوسووا د په رسمیت پيژندو پر وړاندې خنډ رامنځته کړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه به د بور مادې نه لیتیوم تولید کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فضايي بیړیو نه نیولې تر اټومي سنټرولونو ، موبایل ټیلیفون نه نیولې تر برښنايي موټرو د بطرۍ په ګډون په یو زیات شمیر برخو کې کاریدونکي لیتیوم د اروپايي ټولنې لخوا د مهم او ستراتیژیک توکي په توګه اعلان شوی دی. ترکیه چې لیتیوم زیرمې نه لري د بور د تولید پر مهال يي د ترلاسه کړو اوبو نه او یو ډول ځانګړو مایعو موادو نه لیتیوم تولید کړي دي.
د حریت ورځپاڼې « مروه زمونږ افتخار دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، مروه باش اوغلو چې د دولت د شفقت په کورونو کې روزل شوې ده د بیلکنت پوهنتون د موسیقۍ او صحنې د هنرونو فاکولتې تحصیلي بورس ترلاسه کړی وو په فرانسه کې د ښکلو هنرونو ۴ کلنه فاکولته په درې کلونو کې په بریالیتوب سره پایته وروسوله. هغه د فرانسې د نایس ښکلونو هنرونو په فاکولته کې تر ټولو د بااستعداده زده کوونکو په لست کې راغلې ده. همداشان هغه د ستارسبورګ د موسیقۍ په عالي اکاډمۍ کې د ماسترۍ بورس هم ترلاسه کړ.