د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1483533
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ینې شفق ورځپاڼې « د ختیځې مدیترانې په اړه د ولسمشر اردوغان مهم پیغامونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د بیشتپې د ولسمشرۍ کمپلکس د کانګرې او کولتور په مرکز کې جوړو شوو د عدلي‌ چارو د نوي کاري کال د پرانیستو په مراسمو کې ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. ولسمشر اردوغان ختیځې مدیترانې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل چې « د ځینو هیوادونو لخوا  خپلو شومو موخو ته د رسیدو په خاطر  د تاریخ په اوږدو کې د نورو شاته د پټیدو سره خپل موجودیت ته دوام ورکوونکی یو دولت زمونږ مخې ته  غورځول تر ستره بې عدالتي‌ ده. مونږ نور ددې ډول لوبو نه سټري شوي‌ یو. یو دولت چې خپل ځان ته يي خیر نه رسیږي د ترکیې په څیر د سیمه ایزو او نړۍوال یو ځواک مخې ته د خوراک په څیر غورځول د خندا وړ مسئله ده.»

 

د سټار ورځپاڼې « د مییس ټاپو د وروستیو پرمختګونو په اړه  ترکیې سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې ترکیه د ختیځې مدیترانې د روانو ستونزو حل د سوله ایزو لارو څخه غواړي. ترکیه د ختیځې مدیترانې په اړه د هر چا سره مذاکراتو ته چمتو دی. په عادله توګه د هر څه د ویشلو په اړه د ګډ حل پلوي‌ کوي. همداشان هغه وویل چې د مییس ټاپو ته که چیرې د ټاکل شوي‌ حد نه ډیر وسله وال ځواکونه واستول شي‌ دا به د یونان په ضرر وي. 

 

د وطن ورځپاڼې « د ترکیې د ولسمشرۍ د ویاند قالن لخوا اتریش ته کنایه امیزه ځواب » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د خپل ټویټر پاڼې له لارې د اتریش د مطابقت وزیرې سوزان راب هغه څرګندونو ته چې ویلي وو ترکیه په اتریش کې د ترک تبارو وګړو سره چې د هغوې تر اغیزو لاندې دي غواړي اتریش وویشي کنایه امیزه ځواب ووایه. قالن اتریش ته په ځواب کې ویلي دي یواځې اتریش ؟ دا ډول ادعاګانې او څرګندونې ډیر د خواشینۍ ځای دی.

 

د حریت ورځپاڼې « د جرمني‌ سیاستوال د ترکیې د ګرځندوی سکتور ستاینه کړې » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د جرمني‌ د پخواني‌ لومړي‌ وزیرانو نه هلمیټ کوهل سلاکار د مسیحیانو دیموکراټ ګوند غړي سیاستوال او ژورنالست فریډیم اوسټ په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې او نیول شوو تدابیرو په اړه لیکنه خپره کړې ده . هغه ویلي‌ دي‌ که چیرې د جرمني‌ په شمالي‌ برخو کې او د بالتیک سمندر په سواحلو  او مراکش کې د ګرځندوی په سیمو کې د کرونا ویروس تدابیرو په ترکیه کې د ګرځندوی په سیمه کې نیول شوي‌ تدابیر سره مقایسه کې د ترکیې تدابیر په حقیقت کې بې ساري‌ دي. د ترکیې تدابیر په اصل کې په نړۍ کې ساری نلري. ترکیې ډیر قوي‌ او ډیر ښه تدابیر نیولي‌ او د ډاډمن ګرځندوی لپاره يي هر څه کړي‌ دي.

 

د صباح ورځپاڼې « انتالیا ولایت ته په یوې میاشت کې ۱۱ زره الوتنې شوي‌ » د سرلکی لاندې لیکلي‌ دي، د انتالیا هوايي ډګر ته د کرونا ویروس د ناروغۍ پدې بهیر کې په وروستۍ یوه میاشت کې ۱۱ زره الوتنې شوي‌ دي. انتالیا هوايي ډګر د ۱۱ زرو الوتنو کوربه توب کړی. پدې بهیر کې انتالیا ولایت ته یو میلیون او ۷۵۰ زره تنه ګرځندویان ترکیې ته راغلي‌ دي.



اړوند خبرونه