د ترکیې د ورځپاڼې سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼې سرټکي
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې د ملي شورا رئیس لخوا د لیبیا په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ پرون د لیبیا د عالي دولتي شورا رئیس خالد المشیري سره ولیدل. شنتوپ پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې په لیبیا کې د نړۍوالو حقوقو او ملګروملتونو سازمان د پریکړو پر خلاف خپل موجودیت ته دوام ورکوونکو بیلابیلو دولتونو لخوا ګاوندي مصر، متحده عربي اماراتو او فرانسې په ګډون د ټولو نه د لیبیا مشروع حکومت او ددې حکومت پریکړو ته د درناوي کولو غوښتنه کوو. غواړم چې ووایم ددوې نه دا زما انتظار دی.
د خبرترک ورځپاڼې « د خلوصي اکار پیغامونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د یونان سره د روانو جنجالونو او ختیځه مدیترانه کې د روان بحران په اړه وویل چې مونږ تل د مذاکراتو او خبرو اترو پلوي کړې ده او کوو يي. مونږ سوله ، ثبات او خپل حق او حقوقو غواړو. په راتلوونکو ورځو کې د خپل یوناني سیال نه په ترکیه کې د لیدنې او کوربه توب له امله د ممونیت اظهار کوم. را دې شي چې په هرو مسئلو وغږیږو.
د صباح ورځپاڼې « د تکنالوژۍ وزیر ستراتیژیکه همکاري اعلان کړه : دفاعي ظرفیت به يي تغیر ومومي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک تیره ورځ د اوکراین د لومړي وزیر مرستیال او ستراتیژیکو تولیداتو مسئول وزیر اولیګ اوروسکي سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی لیدنه وکړه. د ترکیې د تکنالوژۍ وزیر وویل چې ترکیې اوکراین ته په وسلو سمبال ډرون الوتکې ورکړي دي . ټوله نړۍ د ترکیې په وسلو سمبال الوتکو ته حیرانه ده. دا مسئله به په راتلوونکې دوره کې سترو پرمختګونو ته زمینه برابره کړي.دا تکنالوژي به د هغوې دفاعي ظرفیت لوړ کړي.
د وطن ورځپاڼې « د اوروچ رئیس کښتۍ لپاره یو ځل بیا سمندري خبرداری اعلان شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په ختیځه مدیترانه کې د انرژۍ د سروې او پلټوونکې کښتۍ اوروچ رئیس د دندې موده د سپټمبر تر لومړۍ نیټې وغځوله چې د همدې امله يي نوې سمندري خبرداری خپور کړ.
د سټار ورځپاڼې « سترو کروز توریستیکو کښتۍ خپل لوری ترکېې ته راوګرځو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د ګرځندوی سکتور د خوځیدو سره یو زیات شمیر سترې سیاحتي کښتۍ د رخصتۍ تیرولو په خاطر ترکیې ته راغليدي.
نوموړي کښتۍ په زرګونو تنه ګرځندویان ترکیې ته راولي.