د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « په اروپا کې لومړی په ترکیه کې پرانیستل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د انرژۍ په برخه کې د په ځان بساینې د سیاستونو په چوکاټ کې د انرژۍ په برخه کې ستره پانګه اچونه کوي. د ترکېې په پلازمینه انقره کې سبا لومړنۍ د لمر د برښنا د سولرونو د تولید ځايی فابریکه پرانیستل کیږي. دا فابریکه د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا پرانیستل کیږي. پدې فابریکه کې به په کال کې د ۵۰۰ میګاواټه برښنا د تولید سولرې تولید شي. پدې فابریکه کې به د سولرو سربیره د لمر د برښنا او سولرو اړوند ټول توکي د یو چت لاندې تولید شي. دا فابریکه کې په اروپا کې لومړنۍ فابریکه ده دا ډول هر اړخیز تولیدات پيلوي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د فاتح او یاوز کښتیو نه وروسته د قانوني په نامه کښتۍ هم مدیترانه کې دندې لپاره چمتوالی نیسي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په مدیترانه کې د انرژۍ د پلټون او استخراج د چارو د ګړندي کولو په خاطر د فاتح او یاور کښتیو نه سربیره د قانوني په نامه کښتۍ هم سیمې ته د استولو پریکړه وکړه. ویل کیږي د مارسین ولایت د ناټو په بندر کې د کښتۍ د سرویس او نوې دندې ته د اماده کولو په چارې پیل شوی دی.
د قانوني په نامه دا کښتۍ په سمندر کې په ۱۱۴۰۰ متره ژوروالي کې د ۳۰۰۰ مترو برمه کارۍ او انرژۍ د پلټون ظرفیت لري. دا کښتۍ شپږم نسل تر ټولو لوکسه کښتۍ په توګه یادیږي.
د حریت ورځپاڼې « ۷ ترکي شرکتونو د دفاعي صنایعو د سترو شرکتونو په منځ کې ځای نیولی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د دفاعي صنایعو شرکتونو پدې وروستیو کې د ترلاسه کړو عوایدو له پلوه ریکارډ جوړ کړی دی. همداشان اقتصادي ودې دا شرکتونه په نړۍواله کچه د نړۍ د مهمو شرکتونو په کتار کې داخل کړي دي.
د امریکا متحده ایالتونو د پوځي نشرانو ډیفنس نیوز مجلې لخوا هر کال د نړۍ په کچه تر ټولو د سترو سلو دفاعي صنایع شرکتونو لست خپریږي چې په سږني لست کې ۷ ترکي شرکتونو ځای نیولی دی. ویل کیږي په تیرو کلونو کې دا شمیره پنځه وه چې اوس ۷ ته لوړه شوې ده .
د خبرترک ورځپاڼې « نامتو امریکايي هنرمندې د ټولنیزې مډیا له لارې د ایا صوفیه انځورونه خپاره کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا نامتو هنرمندې امبر هیډ چې د رخصتۍ د تیرولو په خاطر ترکیې ته ترجیح ورکړې وه . هغه د رخصتۍ په ترڅ کې د موغلا ولایت د بودروم ولسوالۍ نه وروسته استانبول ته راغلی دی. امبر هیډ د استانبول د بند بازار ، ایا صوفیا جومات او سلیمانیه جومات نه لیدنه وکړه. هغې د استانبول د ایا صوفیه جومات انځورونه د خپلو ۴ میلیونو تنو مینه والو سره شریک کړي دي. همداشان هغه په بند بازار کې ډیرې زیاتې مصالې هم وپیردوې.
د وطن ورځپاڼې « د غیرې منقول اموالو د سکتور وده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه د غیرې منقول اموالو بازار د روان کال د جولای په میاشت کې د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۱۲۴ سلنه وده کړې او ۲۲۹ زره ۳۵۷ کورونه پلورل شوي دي.
د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د ټولنیزې مډیا ل لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي ديچې په ترکیه کې ساختماني سکتور د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په وده دی. په ترکیه کې د غیرې منقول اموالو سکتور د روان کال د جولای په میاشت کې د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۱۲۴ سلنه وده کړې او ریکارډ يي جوړ کړی دی.